لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د امریکې رپورټ رد کړی


پاکستان د امریکې هغه رپورټ په کلکه رد کړی چې په کې ویل شوي وو، تېر کال پاکستان کې د بشري حقونو حالت نه دی بدل شوی. امریکې دغه رپورټ د ‏اپریل پر 22مه خپور کړی وو.‏

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د دوشنبې- ګل په ورځ په یوه آنلاین بیان کې ويلي وو، د دغو رپوټونو په را غونډولو کې له مختلفو معتبرو او ‏پر حقیقت ولاړو سرچینو څخه معلومات اخیستل شوي، چې په هغه کې د حکومتي ادارو، غیرسرکاري تنظیمونو او رسنیو رپوټونه شامل دي.‏

په رپوټ کې ویل شوي وو، په پاکستان کې یې تېر کال د ژوند په بېلابېلو څانګو کې د بشري حقونو د سرغړونو باوري رپوټونه تر لاسه کړي دي، خو وایي ‏حکومت د هغو چارواکو د پېژندلو او سزا ورکولو لپاره ډېر کم ګامونه اخیستي چې کېدای شي په دغو سرغړونو کې لاس ولري.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د کال ‏‎2023‎م د بشري حقونو په اړه د امریکې د بهرنيو چارو وزارت رپورټ په کلکه رد کړی او ويلي يې دي، دغه رپورټ ‏غېر منصفانه، په ناسمو معلوماتو جوړ او د ځمکني حقيقت سره په ټکر کې دی.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکې د بهرنيو چارو وزارت دغه رپورټ سم نه دی جوړ شوی خاميانې پکې دي، او دغه ډول رپورټونه په نورو ‏هيوادونو کې د سياسي تعصب په اساس د بشري حقونو سرغړونو ته په کتو جوړول کيږي.

‏ويل شوي دغه رپورټ د دوه مخي معيار څرګندونه کوي.‏

پاکستان ويلي، دا خبره د اندېښنې وړ ده چې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په رپورټ کې په ګرده نړۍ کې د بشري حقونو په حالت کې د غزې او ‏هندوستان د ولکې لاندې کشمیر کې د بشري حقونو سرغړونې د پامه غورځول شوي دي.‏

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پاکستان د بشري حقونو دپاره د خپل چوکاټ کوټلي کولو، د نړیوالو بشري حقونو ايجنډې ته د ودې ورکولو، او ‏په بشري حقونو بحث ته ژمن دی.‏

پاکستان ويلي، د امریکې نه تمه لری چې په دغه ډول رپورټونو جوړولو کې د بې طرفۍ او زمه وارۍ څرګندونه وکړي.‏

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په رپورټ کې، پاکستان کې له عدالت پرته وژنې، د جبري لادرکۍ پېښې، د حکومت یا د هغه د ایجنټانو له خوا ظالمانه، ‏غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند، خپلسره ګرفتارۍ، سیاسي قید، د ازادۍ او مېډیا په ازادۍ شدیدو بنديزونو يادګېرنه شوې ده.‏

له دې پرته په رپوټ کې پر خبریالانو د تشدد، له جواز پرته د هغوی د نیولو او لادرکه کولو، سنسرشپ، د مذهب د سپکاوي خلاف قوانینو، د مذهبي ‏اقلیتونو خلاف پېښې، د انټرنیټ پر ازادۍ شدیدې پابندۍ، د سوله ییزو غونډو په ازادۍ کې لاسوهنه، له ښځو سره توپیري چلند، جنسي تېري، د کم ‏عمرۍ او جبري ودونو، پر همجنس پرستانو او نرښځیانو د تشدد پېښې شاملې دي.‏

په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې په هېواد کې د خلکو د تښتونو او جبري لادرکۍ پېښې شوې دي، د استخباراتي ادارو، پولیسو او امنیتي ځواکونو ځینو ‏چارواکو په ممکنه توګه خلک نیولي او د هغوی د ځای له ښکاره کولو یې انکار کړی دی.‏

د بهرنیو چارو وزارت په رپوټ کې د پاکستان د بشري حقونو د تنظیمونو د رپوټونو په بنیاد ویل شوي، چارواکو له کومې وجې یا وارنټ پرته د بشري ‏حقونو پښتانه، سیندي او بلوڅ فعالان نیولي او لادرکه کړي دي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG