لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کربي: د ایران د صدر لاسونه د ډېرو خلکو په وینو سره وؤ، خو په مړینه یې خواشیني یو


د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي په وایټ هاوس کې
د امریکا د قامي سلامتیا د کونسل ترجمان جان کربي په وایټ هاوس کې

واشنګټن که یو خوا د هیلي کاپټر غورځېدو پېښه کې د ایران د صدر ابراهیم ریسي په مړینه خواشیني ښودلې نو بلخوا سپینې ماڼۍ خپل یو بیان کې ویلي دي چې د صدر ریسي لاسونه د ډیرو خلکو په وینو سره وؤ.

دامریکې د ملي امنیت کونسل مشیر جان کربي د ګل یا دوشنبې په ورځ د ایراني صدر د هیلي کاپټر په پېښه کې په مړینه وویل،هغه یو داسې شخص ؤ چې لاسونه یې د ډیرو خلکو په وینو سره وؤ.

خو کربي زیاته کړه ، مونږ په یقیني توګه یوه حادثه کې د هغه په مړینه خواشیني شوي یو اؤ په رسمي توګه مو د هغه په مړینه غمرازي هم کړې ده.

امریکې د دوشنبې په ورځ د هیلي کاپټر راغورځېدو پېښه کې د ایراني صدر ابراهیم ریسي، د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان اؤ نورو کسانو په مړینه خواخوږي ښودلې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتیو ملر یو بیان کې ویلي په یو داسې وخت کې چې ایران د یو نوي صدر ټاکنه کوي، مونږ د انساني حقونو اؤ بنیادي ازادیو لپاره د ایراني ولس د مبارزې ملاتړ کوؤ.

د امریکې خارجه محکمې ویلي ایران د هیلي کاپټر په پېښه کې د صدر ابراهیم ریسي له مړینې وروسته دې لړ کې د امریکې نه د مرستې خواست کړی دی.

خو د خارجه محکمې ویاند بیا دا نه دي ویلي چې ایران د امریکې نه څه رقم مرسته غوښتې ده ؟ ځکه چې د ایران اؤ امریکې تر منځ د اسلامي انقلاب نه وروسته اړیکې تاوجنې دي اؤ دواړه هیوادونه یو بل سره سفارتي روابط نه لري.

امریکې د ایران د ایټمي پروګرام پسر په ایران یو شمیر اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

د خارجه محکمې ویاند میتیو ملر خبریالانو ته ویلي ، زه په څه رقم جزیاتو کې تلل نه غواړم ، خو غواړم ووایم چې د ایران حکومت به دې لړ کې مونږ ته د مرستې وینا کړې ده.

ویاند ویلي دي چې په پراخه توګه د لاجسټک سره داړونده وجوهاتو له امله مونږ له څه کولو قاصره یا ناتوانه یو.

ویاند ویلي، ریسي ایران کې په ایران کې د کېدونکو ظلمونو اؤ د بشري حقونو د سرغړونو ذمه وار ؤ اؤ هغه د حماس په ګډون د یو شمیر پراکسیو(ایران پلوه جګړه مارو) مرسته کوله.

امریکا تورونه لګوي چې ایران د حزب الله اؤ حماس په ګډون منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو مرسته کوي اؤ به سیمه کې خپل اثر رسوخ سیوا کول غواړي.

په کال 2019م کې د امریکې د هغه وخت صدر ډونلډ ټرمپ په صدر ابراهیم ریسي له دې امله بندیزونه لګولي وؤ چې د هغه په انتظامي څارنه کې یو شمیر داسې کسان تېزندي کړل شوي وؤ چې د جرم کولو په وخت یې عمرونه خام وؤ.

همدا شان هغه مهال ایران کې د بندیانو سره د ایذا رسانۍ اؤ نورو سختو سزاګانو ورکولو عمل هم عام ؤ.

د عدلیې د مشر په توګه ریسي د یو داسې نظام مشري پغاړه لرله چې بندیانو اؤ د فعالینو کورنۍ پرې له یوې اوږدې مودې راهسې نیوکي کوي اؤ وایي د دوه ګوني تابعیت لرونکي اؤ هغه کسان په دې نظام کې په نښه کړل کیږي چې د لویدیځ سره یې اړیکه وي .

ایران دداسې تورونو منلو نه انکار کوي اؤ وایي چې د عدالتونو له لوري ورکول کیدونکو سزاګانو کې ټولې قانوني تقاضې پوره کولی شي.

(د دې رپورټ مواد له ای ایف پي څخه اخستل شوي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG