لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان کې له سېلابونو وروسته د خوراکي بحران د لوړېدو خبرداری ورکړی


د خوراک نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لویدیځ کې د وروستیو سیلابونو له امله څه باندې80 زره کسان زیانمن شوي او نورو احتمالي بارانونو ته په کتو په سیلاب ځپلو سیمو کې د غذايي یا خوراکي بحران د لوړېدو امکان لیدل دی.

د خوراک نړیوال سازمان د نهې یا سه شنبې په ورځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې د موسمي بدلون له امله په ټول افغانستان کې د هوا حالات بدل شوي.

اعلامیه کې ویل شوي "له وچکالۍ وروسته، غیر معمول بارانونه او د ځمکې سختېدل، چې اوبه په کې نه جذبېږي، د سیلابونو لامل شوي اؤ ددې ترڅنګ په غرنیو سیمو کې د موسم ګرمېدل او د واورو ویلي کېدل د سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو لامل شوي"

په افغانستان کې د خوراک د نړیوال سازمان مشرې شاو وي لي ویلي، د پرله پسې بحرانونو له کبله افغانستان کې خلک یو ځل بیا د بې وزلۍ لوري ته روان دي.

هغې ویلي په افغانستان کې د خوراک د نه موندنې په برخه کې شوي وروستي پرمختګونه اوس د ورکیدو له خطر سره مخامخ دي. دا کورنۍ د ژوندي پاتې کیدو لپاره، بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د خوراک نړيوال سازمان وايي له سیلابونو څخه سمدستي وروسته، خیریه ادارو ضروري غذايي مواد برابر کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده، ځکه چې په سېلاب ځپلو سيمو کې سیمه ییز بازارونه لا هم تړلي دي.

د خوراک نړیوال پروګرام چې د محافظتي دیوالونو، بندونو او د اوبو رسونې کانالونو یا نهرونو د جوړولو په ګډون د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره 14.5 میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو سیلابونو ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي، چې تر ټولو زیات یې په بغلان ولایت کې دي.

یوناما ویلي چې په بغلان کې وروستیو سیلابونو نږدې 60 زره کسان اغیزمن کړي دي.

د راپورونو له مخې، سیلابونو د بغلان د برکي، ډنډ غوري، دوشي، نور پاس، جلګې، خوست، نهرین، برفک او پلخمري او ځینې نورې سیمې ډېرې ځپلي دي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ترتیبولو ادارې «اوچا» ویلي وؤ د افغانستان د شمالي ولایتونو په وروستیو سیلابونو کې له زیانمن شویو خلکو سره بشري مرستې روانې دي او تر اوسه د خوړو، سرپناه او روغتیا په برخه کې له نیژدې 15,000 کسانو سره مرستې شوي، خو سیلاب ځپلي ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان سېو دي چلډرن وایي په بورکه ولسوالۍ کې، چې تر ټولو زیاته سېلاب ځپلې ده، سېلاب ځپلي ماشومان او کورنۍ دا مهال تر ونو لاندې او یا هم د خپلو ورانو کورونو په کنډوالو کې اوسېږي ځکه چې وایي‌ سېلاب یې نیژدې ټول کلی تباه کړی دی.

(ددې رپورټ زیاته برخه د وي او ای اشنا پاڼې نه اخستل شوې ده)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG