لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځینې ایرانیان اندېښنه لري چې څوک به د ریسي پر ځای ټاکل کېږي


واشنګټن – په ایران کې د ځینو خلکو ترمنځ دا اندېښنې په زیاتېدو دي چې څوک به د ابراهیم ریسي پر ځای چې د یکشنبې یا اتوار په ورځ د هیلې کوپټر د غورځېدو په پېښه کې مړ شوی د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شي.

د ریسي د جنازې په مراسمو کې چې په تهران کې نیول شوي وو د مهدسې جلالي په نامه یو تن وویل، "زه له خپګان زیات اندېښنه لرم."

د ریسي هیلې کوپټر د ایران په شمال لویدیځ کې د خرابې هوا له امله له یوه غره سره جنګېدلې وه.

اوس به په دغه هېواد کې د جون په ۲۸ نېټه انتخابات کېږي چې د ریسي ځای ناستی وټاکل شي.

۳۱ کلن دیني عالم محسن وویل، چې "زه به څنګه د هغه په څېر یو کس پیدا کوم؟"

د ایران دولتي رسنۍ خبر ورکړ چې د ریسي په جنازه کې تر یو میلیونو کسانو پورې ګډون کړی وو.

د ریسي د جنازې مراسم
د ریسي د جنازې مراسم

محسن چې یواځې خپل لومړی نوم یې ښوده او د ایران د مذهبي سرښار قوم څخه راغلی و زیاته کړه، "تر هغه ځایه چې زه پوهېږم، مونږ د هغه د کچې هېڅوک هم نه لرو."

تمه ده د راتلونکې میاشتې له ټاکنو مخکې به په ایران کې د ریسي د مړینې له امله د اعلان شوی پنځه ورځني ماتم وروسته کمپاینونه پیلېږي.

په ایران کې تر راتلونکې کاله پورې د ولسمشرۍ د ټاکنو تمه نه کېدله او د یکشنبې د ورځې پېښې ځینۍ بې باورۍ رامخې ته کړي چې څوک به د ریسي پر ځای د ایران ولسمشر ټاکل کېږي.

محافظه کار ریسي د ۲۰۲۱ د انتخاباتو راهیسې په واک کې دی په کومو کې چې اصلاح غوښتونکي او منځ لاري کاندیدان له انتخاباتو ویستل شوي وو.

محسن د فرانسې خبري ادارې ته ویلي،

"زه نه پوهېږم چې (په دې ټاکنو کې به) څه پېښېږي؟" هغه زیاتوي، "د محافظه کارو ممکنه کاندیدانو ترمنځ اتفاق نشته."

محافظه کارو او سخت دریځه محافظه کارو په مارچ کې هغه مهال په واک باندې منګولې نورې هم کلکې کړې کله چې یې په پارلماني ټاکنو کې لویه بریا ترلاسه کړه.

خو په دغو ټاکنو کې ۴۱ فیصده رایه ورکونکو برخه اخیستې وه چې په ۱۹۷۹کال کې د ایران د انقلاب راهیسې په ټاکنو کې د رایه ورکونکو تر ټولو ټیټه شمېره ده.‌

خو یو ځل بیا اصلاح غوښتونکي او منځلاري تر ډېره ځنډې ته شوي وو او له سیالۍ لېرې کړای شوي وو.

ریسي په دفتر کې د خپلې درې کلنې دورې پر وخت له نیوکو خالي نه و چې په هغو کې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د ښځو لخوا پراخ لاریون ته د هغه کلک غبرګون هم شامل دی.

دغه لاریونونه وروسته له هاغې پیل شول کله چې ۲۲ کلنه کردۍ ایرانۍ مهسا امیني په تهران کې له پولیسو سره په زندان کې مړه وموندل شوه.

هغه په دې تور زنداني شوې وه چې د ایران شرعي حجاب یې نه و کړی.

د دې له امله د میاشتو لپاره لاریونونه وشول او په سلګونو کسان پکې ووژل شول چې په هغو کې په لسګونو امنیتي کسان هم شامل وو او دغه ډول په زرګونو کسان پکې نیول شوي‌ هم وو.

د ایران اقتصادي ناورین د امریکایانو له بندیزونو سره زیات شو او دغه ډول د ریسي تر واک لاندې یې له قسم خوړلي دوښمن اسرایلو سره هم شخړې زیاتې شوې.

د مصطفی په نامه یو بل ۳۷ کلن مذهبي مشر وویل، " ما ورته د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو رایه ورکړې (چې هغه پکې دوهم نمبر راغی) او همدارنګه په ۲۰۲۱ کال کې هم."

مصطفی چې یواځې خپل لومړی نوم یې ښوده وویل، "زه په خپلې رایې خفه نه یم خو د حکومت په اقتصادي کړنو باندې نیوکې کېدای شي."

مصطفی وویل، چې ریسي" په لویدیځ باندې تمرکز نه درلود." او د سعودي عرب په څېر په منځني ختیځ کې یې سوني مسلمانو هېوادونه نه وو هېر کړي.

د شعیه ګانو اکثریتي ایران او اکثریتي سوني سعودي عربستان د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې د چین په منځګړیتوب د یو تړون له مخې خپل اوه کلنه دوښمني پرېښوده او یو ځل بیا یې له یو بل سره اړیکې له سره جوړې کړې.

د اړیکو دا جوړېدل د ریسي په دوره کې وشول چې د یکشنبې د پېښې یو بل قرباني حسین امیر عبدالهیان پکې د بهرنیو چارو وزیر و.

محسن اې اېف پي ته وویل،‌ ایران د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې کافي تجربه ترلاسه کړې چې سخت حالات تنظیم کړي.

هغه د ایات الله علي خامنايي یادونه وکړه چې د ۱۹۸۹ کال په جون کې د انقلاب د بنسټګر ایات الله روح الله خومیني له مړینې وروسته د ایران ستر مذهبي مشر جوړ شو.

محسن وویل، خامنايي هغه مهال د هېود مشر و او "هغه وخت هېڅ ستونزه نه وه."

ریسي ته هم زیاتو خلکو د ۸۵ کلن خامنايي د ځای ناستي په سترګه کتل د هغه د ځوی مجتبی خامنايي په پرتله.

محسن وویل، "د رهبرۍ مسله الاهي ده." او زیاته یې کړه، "هر څه چې د الله رضا وي هغه به کېږی."

د ۳۵ کلن علي موسوي په نامه یو ملکي مامور چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ یې د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وویل،

په جنازه کې د دومره زیات شمېر خلکو ګډون" د انقلاب دوښمنانو ته دا پیغام استوي چې د دې شهیدانو لاره به ادامه لري او خلک به د انقلاب له ملاتړ څخه لاس نه اخلي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG