لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته د کېنیا د صدر ریاستي دوره: واشنګټن د نایروبي سره امنیتي تعلقات سېوا کړل


د کینیا صدر وېلیام روټو امریکا ته د ریاستي بلنې په کچه سرکاري دوره باندې راغلی
د کینیا صدر وېلیام روټو امریکا ته د ریاستي بلنې په کچه سرکاري دوره باندې راغلی

د امریکا صدر د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ریاستي بلنې یا سټېټ وېزټ په کچه وایټ هاوس کې د کېنیا د صدر وېلیام روټو هرکلی وکړ، چې وروستو تر هغه وایټ هاوس په یو بیان کې وویل، امریکا به کېنیا ته په ذیلي صحارائي افریقې (Sub-Saharan Africa) کې د خپل وړومبي غیرنېټو اتحادي حیثیت ورکړي.

دغه ستر سټراټېجیک ګام، د افریقې ختیځ ته د امریکا د امنیتي همکاریو بدلون په داسې حال کې څرګندوي چې امریکایي عسکر د افریقې په لویديځ کې نایجر هېواد نه د وتلو آمادګي نیسي، او هلته کې داسې تشه پرځای پرېږدي چې روسي ځواکونه به یې ډکوي.

د غېرنېټو اتحادي حیثیت سره کېنیا کولی شي هغو پوځي او مالیاتي مفاداتو ته رسائي ولري چې د نېټو پوځي اتحاد غړي هېوادونه یې لري، مګر بغیر د کوم دفاعي لوظنامې چې د نېټو د ملګرو ملکونو ترمنځ دستخط شوې او هغوی په یوه اتحاد کې سره ساتي.

د امریکا د انتظامیې یو جګپوړي چارواکي د شورو/چهارشنبې ورځې ناوخته خبریالانو ته وویل چې صدر بایډن به کېنیا ته د دغه حیثیت ورکولو نه کانګرس ته خبر ورکړي، کوم چې دېرش ورځې پس به عملي شي.

نوموړي چارواکي وویل چې د دغه ګام مقصد دا دی چې "په حقیقت سره دا ومنو چې کېنیا د وړاندې نه لا په عالمي کچه زمونږ شراکتدار دی."

روټو او بایډن به نن د کېنیا په هغه منصوبې هم خبرې کوي چې غواړي خپل زر (۱۰۰۰) تنه امنیتي اهلکار د کرېبین کمزوره او ناکراره هېواد هېټي ته ولېږي. امریکا هم دغه ګام ته د درې سوه (۳۰۰) میلینه ډالرو ژمنه کړې ده، خو د کېنیا دننه کې دا پلان د سیاسي او قانوني ستونزو سره مخ دی. دا منصوبه څه موده وړاندې هغه وخت د ځنډ ښکار شوه چې د هېټي مشر آرېيل هنري په مارچ میاشت کې د کېنیا په دوره تللی و او هماغه وخت بدمعاشه ډلو د هېټي کنټرول پخپله قبضه کې راووست. هنري په اپرېل کې مستعفي شو او له هغه وخته بیا خپل ملک ته نده تللی.

د امریکا انتظامي چارواکي ویلي چې د کېنیا صدر روټو به د امریکا د دفاع وزیر لائيډ اسټن او خارجه وزیر انټني بلنکن سره هم هېټي ته د عسکرو استولو د مېشن په باب ملاقاتونه وکړي، خو دا یې ندي ویلي چې څه پرمختګ به وشي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ وایټ هاوس د کېنیا او امریکا ترمنځ د امنیتي په حوالې سره د یو شمېر لوظنامو خبر هم ورکړ، چې په کې تربیتي فرصتونه او پوځي مشقونه، د کډوالو په انتظام کې مرسته، د کینیا په امنیتي سېکټر کې د امریکا سرمایه کاري، د ترهګرۍ ضد هلې ځلې لکه د معلوماتو په شریکولو کې اضافه، او د دې ټولو ترڅنګ، کېنیا ته د شپاړسو (۱۶) هلېکاپټرو او یو سل او پنځوس (۱۵۰) بکتربند ګاډو ورکول شامل دي.

د چین د قرضو مسئله

واشنګټن د کېنیا سره په مختلفو برخو کې چې امریکا ورته د ترقۍ د ذریعې په نظر ګوري، د مېلیونونو ډالرو ژمنه وکړه. په دې برخو کې ډېموکراسي، صحت، تعلیم، هنرونه، ثقافت، د موسمي بدلون مقابله، تجارت، تېکنالوجي، او تر ټولو اهم داسې مرسته شامله ده چې د کینیا د صدر په وینا، امریکا ته یې د څلور ورځينۍ دورې اصلي ترجیح ده، او هغه د چین نه د کینیا د تباه کوونکې قرضې، نوي تنظیم کول دي.

خو د امریکا د وعده شوو مرستو په اوږده لېست کې د کېنیا په لارو، پلونو، او د اورګاډو د پټلیو په منصوبو باندې کار کول شامل ندي. د افریقایي ملکونو مشرانو د ډېر وخته دا ویلي چې د هغوی د ملکونو آبادي په تېزۍ سېوا کیږي او دوی ضرورت لري چې ټرانسپورټي اډانې هم پراخې کړي. د همدې ضرورت ترمخه هغو چین ته مخه کړې ده، او چین هم د بېلټ اېنډ روډ اېنشیټیو سترې منصوبې ترمخه په افریقایي ملکونو کې ډېر مفادات ترلاسه کړي دي.

څېړونکي وایي چې دا د افریقې نوی صورتحال ښکاره کوي، ځکه د افریقې تنکي جمهوریتونه چې د یوې سدۍ نه کم وخت مخکې آزاد شوي، اوس په پخېدو دي، مګر په اوسنۍ نړۍ کې چې د لویو طاقتونو ترمنځ ځغل تېز شوی، دوی غواړي چې بې پلوه پاته شي، خو پرمختګ هم وکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG