واشنګټن – په هېګ کې د ملګروملتونو عالي محکمه نن د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا لخوا په هغه وړاندیز پرېکړه کوي چې په غزه کې دې د اسرایلو د پوځي عملیاتو د درولو حکم وشي.
جنوبي افریقا اسرایل په "قتل عام" باندې تورنوي.
جنوبي افریقا د عدالت له نړیوالې محکمې څخه غوښتي چې په "سمدستي توګه" دې د اسرایلو عملیات ودرول شي چې په هغو کې په رفح کې عملیات هم شامل دي او بشری مرستې دې پرېښودل شي.
اسرایلو له یادې محکمې غوښتي چې دغه وړاندیز دې وغورځوي او وايي، چې په زور راغلی اوربند به د حماس جنګیالیو ته اجازه ورکړي چې بیا سره راټول شي او دا ناممکنه شي چې د اکټوبر د اوومې نېټې په برید کې نیول شوي کسان خوشې کړای شي.
دغې محکمې په جنورۍ کې په یوې فیصله کې له اسرایلو غوښتو وو چې ټول هغه څه دې وکړي چې په غزه کې د قتل عام مخه ونیول شي خو د اوربند حکم ته نه و رسېدلي.
جنوبي افریقا دلیل وايي، چې په رفح کې روانو پوځي عملیاتو ځمکني حالات بدل کړي او په محکمې باندې لازمي شوې چې تازه بیړنۍ پرېکړه وکړي.
د جرمونو نړیواله محکمه د هېوادونو ترمنځ په شخړو کې فیصلې کوي.
د دوی حکمونه حقوقي اړخ لري خو داسې هېڅ ځواک نه لري چې نیغ په نېغه یې عملي کړي.
د بیلګې په توګه دغې محکمې له روس څخه غوښتي و چې په اوکراین دې خپل یرغل ودروي خو عملي نشو.
قاضیان کېدای شي د جنوبي افریقا په دې غوښتنې باندې موافق شي، یا رد کړي او یا بیخې بل ډول حکم وکړي.
د جرمونو د نړیوال عدالت مخکښ څارنوال کریم خان په یو بل مهم اقدام کې د اسرایلو او حماس د مشرانو د نیولو حکم هم کړی و.
کریم خان ادعا کړې وه چې د وزیر اعظم بن یمین نتن یاهو په ګډون جګ پوړي اسرایلي مشران او د حماس لوړ پوړي مشران د اکټوبر د اوومې برید او په غزه کې د جګړې له امله په جنګي جرمونو او د بشريت پرضد جرمونو کې ککړ دي.
Forum