لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له اسرایلو غوښتي چې په رفح کمپ باندې د مرګوني برید بشپړې پلټنې وکړي


واشنګټن – امریکا د نهې یا سې شنبې په ورځ په رفح کې د فلسطیني کډوالو په یو کمپ باندې د اسرایلو د اتوار یا یکشنبې د ورځې د هغه هوايي برید په اړه "ژوره اندېښنه" ښودلې چې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان پکې وژل شوي او ۲۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر خبریالانو ته وویل، "هغه انځورونه زړه ماتونکي وو."

هغه وویل، اسرایل حق لري چې حماس پسې ولاړ شي،‌ اسرایل دا مکلفیت لري چې د خپلو عملیاتو پر مهال ټول هغه څه وکړي چې ملکي خلکو ته پرې زیان کم شي.

مېلر وویل، "مونږ به په دوامداره توګه په اسرایلو باندې تاکید کوو چې په نړیوالو قوانینو باندې عمل کولو کې خپل مسولیت پوره کړي، په ملکي وګړو باندې د خپلو عملیاتو اغېزې کمې کړي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو بهیر زیات کړي."

مېلر وویل، د اسرایلو پوځ د چټکو، هر اړخیزو او رڼو پلټنو ژمنه کړې.

هغه زیاته کړه،‌ "مونږ به هغه پایلې له نېږدې ووینو."

د اسرایلو پوځ ویلي، دوی په دې امکان غور کوي چې ښايي په سیمه کې د وسلو زېرمه د اسرایلو په برید کې لګېدلې وي او له همدې امله ښايي د کډوالو په کمپ کې د یکشنبې یا اتوار په ورځ اور لګېدلی وي.

د پوځ یو ویاند د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، په هوايي برید کې کارول شوې وسلې له دې ډېرې وړې وې چې دومره لوی اور بل کړي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په برید کې بې ځای شویو فلسطینیانو ته لګول شویو خېمو اور اخیستی.

اسرایلو ویلي، دوی په دغه برید کې د حماس دوه جګ پوړي کسان وژلي دي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د نهې یا سې شنبې په ورځ د الجزایر په وړاندیز د تړلو دروازو تر شا په دغه برید باندې بحث کړی.

د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، "بې رحمه تاوتریخوالی" دې ودرول شي او یو ځل بیا یې د بشري اوربند او له قید او شرط پرته د ټولو بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

په ورته وخت کې د غزې روغتیايي چارواکو او د سیمې اوسېدونکو د نهې یا سې شنبې په ورځ په المواسي نومې ځای کې د اسرایلو د نویو هوايي بریدونو خبر ورکړی.

دا هغه ځای دی چې په زرګونو فلسطینیان ورته تښتېدلي او اسرایلو "خوندي سیمه" بللې وه.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۰ ملکي کسان وژل شوي.‌

د اسرایلو دفاعي ځواکونو دغه برید رد کړی.

اسرایلي ځواکونو په غزه باندې وروسته له هاغې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې حماس د اکټوبر په اوومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ او د اسرایلي چارواکو په وینا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې وتښتول.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرایلي په روانو عملیاتو کې تر اوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۶۰۰۰ څخه زیات شوی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG