واشنګټن – په کوېټ کې د استوګنې په یوې ودانۍ کې چې کارکونکي په کې اوسېدل، د شورو یا چهارشنبې په ورځ سهار وختي اور لګېدلی او لږ تر لږه ۴۹ کسان پکې مړه شوي دي.
چارواکي وايي، له کوډونو (قوانینو) څخه سرغړونه ښايي د اور لګېدنې سبب شوی وي.
اور د کوېټ په منګاف ضلعه کې لګېدلی و چېرې چې زیات بهرني کارکونکي دېره دي.
په اور کې یو ژوندی پاتې شوی کس چې د مصر یو ډرایور دی ویلي، اور د ودانۍ په ښکته پوړ کې ولګېده او بیا بره لاړ او ټوله ودانۍ له لګوي څخه ډکه شوه.
پولیس وايي، ګڼ اوسېدونکي ژغورل شوي خو اکثره بیا د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شوي دي.
د هند سفیر ویلي، چې تر ۳۰ زیات هندیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
سیمیزو چارواکو ویلي، د نورو مړو شویو کسانو پېژندنه هم شوې ده.
د هند وزیر اعظم نریندرا مودي په ټولنیزې رسنۍ اېکس یا پخواني ټوېټر باندې ویلي، "زما فکر له ټولو هغو سره دی چاچې خپل نېږدې او عزیزان له لاسه ورکړي."
د کوېټ د بیارغونې په ګډون اکثره صنعتونه په بهرنیو کارکونکو باندې ولاړ دي.
کوېټ کې همدارنګه د نړۍ د تېلو شپږمه لویه سرچینه پرته ده.
تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې د تېلو په یو چڼ ځای کې د اور لګېدنې په پېښه کې څلور کسان مړه شوي وو.
هغه مهال د کوېټ د کورنیو چارو وزیر شیخ فرهاد یوسف الصباح له هغې ودانۍ څخه د لیدنې پر وخت چې اور پکې لګېدلی و ویلي و،
"د ودانیو یا ریل ایسټیټ د مالکینو د حرص له امله داسې پېښې کېږي."
د کورنیو چارو وزیر د ودانۍ د مالک د نیولو حکم کړی و او ویلي یې و چې دی به د کار کونکو د ګڼې ګوڼې ستونزه حل کړي.
د پولیسو یو جګ پوړي قومندان ویلي، چې پولیس هر کله په ودانیو کې د زیاتو خلکو د ځای پر ځای کېدو پر وړاندې خبرداری ورکړی.
Forum