لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین پوځ د هغه ملک ختیځ کې د یو اهم ښارګوټي له یوې برخې په شا شوی


د اوکراین پوځ د زیارت په ورځ وویل چې عسکر یې د ډونېټسک ختیځې سیمې د چاسیف-یر ښارګوټي له یوې برخې شاتګ کړی. تر دې وړاندې روس ویلي و چې پوځ یې په هغه اهم ښارګوټي کې یوه ضلعه نیولې ده.

د اوکراین د پوځ ترجمان نزار وولوشین سرکاري ټي وي ته وویل: «پس د هغه چې دښمن د کانال سیمې ته ننوتلو، د هغه ځای ساتل ناقابل عمل شو، ځکه دې کار زمونږ د عسکرو ژوند او صحت ته خطره جوړوله او زمونږ د دفاع کوونکو پوزېشنونه تباه شوي و.»

هغه زیاته کړه: «کمانډ فیصله وکړه چې عسکر نورو مورچو ته چې بهتره محفوظه او آماده دي، شاتګ وکړي، مګر دښمن هلته هم خپلې حملې ونه اودرولې.»

چاسیف-یر په لوړه ځمکه پرته سیمه ده، او که روس ځواکونه ټول هغه ښارګوټي مکمل قبضه کړي، نو ممکن له هغه ځایه د اوکراین نورو ښارونو خوا ته پرمختګ وکړي.

د روس وروستۍ هلې ځلې چې غوښتل یې د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکیف ښار ته نږدې یو نوی محاذ پرانیزي، اودرول شوي دي، مګر د اوکراین صدر ولوديمیر زېلنسکي ویلي چې د امریکا په پوځي مرستو کې د ځنډونو د راتلو له سببه د اوکراین پوځ له مشکلاتو سره مخ شوی دی.

صدر زېلنسکي د بلومبرګ سره په یوه مرکه کې چې د زیارت په ورځ په سوشل مېډیا خپره شوه، ویلي دي: «زمونږ څوارلس (۱۴) برېګېډز/پوځي ډلې د سامان له کمښت سره مخ دي او مناسبې وسلې ورسره نشته. په کار وه چې (د امریکا د مرستو) بارونه رارسېدلي و، خو له بده قسمته سوکه سوکه رارسېږي.»

په ورته وخت کې د روس صدر ولاډیمیر پوټین د زیارت په ورځ وویل چې ماسکو به تر هغو په اوکراین کې ډزبندي اعلانه نکړي چې د اوکراین حکومت داسې «ناقابل واپسي» اقدامات کړي چې کرملېن ته د منلو وړ وي.

تر دې وړاندې د زیارت/پنجشنبې په ورځ د اوکراین پوځ وویل چې روسانو د شپې له طرفه د اوکراین په مختلفو سیمو باندې د دوه ویشتو (۲۲) ډرونونو حملې وکړې، چې په کې د اوکراین ځواکونو یوویشت (۲۱) دغه ډرونونه وویشتل او ویې غورځول.

د اوکراین فضایي قوتونو وویل چې دا ډرونونه د چرنیهیف، دنیپروپټروفسک، کیېف، پولټاوا، سومي، او ژیتومیر سیمو په سر وویشتل شول.

د ډنیپروپټروفسک سیمې ګورنر په ټېلېګرام ویلي چې په دې حملو کې لږ تر لږه اووه کسان زخمیان شوي، د استوګنې ودانۍ، دوکانونه، د سپورټ یو کلب، او یو ګېس پایپ لائن ویجاړ شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان د شورو/چهارشنبې په ورځ په رسمي توګه اعلان وکړ چې اوکراین ته به د څه باندې دوه اعشاریه درې (۲.۳) اربه ډالرو په ارزښت د امنیتي مرستو پېکج ورکړی شي.

په دې مرستو کې به اول د یو نیم سل (۱۵۰) میلین ډالرو په ارزښت میزائیلونه، راکټونه، او ګوله بارود د امریکا د پوځ له ذخایرو اوکراین ته ورکړی شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG