د اسرایل پوځ د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي په د لبنان په جنوب کې په اووه سیمو کې د ایران پلوه حزب الله اهدافو باندې بریدونه کړي.
د اسرايل او ايران پلوه حزب الله ډلې ترمنځ وروستې کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې د اسرایل تر کنټرول لاندې د ګولان په غرونو کې د فټ پال په ميدان کې په یوه راکټي برید کې 12 ماشومان او تنکي ځوانان ووژل شول.
اسرايل له دغې بريد وروسته پوځي ځواب ته تياری نیولی دی.
د اسرایل او حزب الله ترمنځ نښتې او په غزه کې د اسرایل او حماس جګړې په پراخه سیمه ییزه شخړه کې د بدلېدو په اړه نړیوالی اندیښنۍ زیاتې شوي دي.
د امریکا د دفاع وزیر لوید اسټن د نهې/ سه شنبې په ورځ د فلپاین ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل: په داسې حال کې چې موږ د اسرایل په شمالي پولې ډیر فعالیت وینو، موږ په دې اړه اندیښمن یو چې دا په احتمالي توګه په مکمل جګړه کې بدله شي."
اسټن زیاته کړه: "موږ غواړو چې دا معاملات په سفارتي ډول حل شي."
د اسرایل وزیر اعظم بنیامین نتن یاهو د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلی وو چې د دغه راکټي برید به سخت ځواب ورکوي او د اسرایل تورونه یې بیا تکرار کړل چې حزب الله د دغه برید مسولیت لري.
حزب الله بیا په مجدل شمس کې شوي دغه برید کې د لاس لرلو نه انکار کړی.
نتن یاهو د برید ځای ته د سفر پر مهال وویل: "دا ماشومان زموږ ماشومان دي، دوی زموږ د ټولو بچیان دي." "د اسرایل ریاست به په دې اړه سترګې پټې نه کړي. زموږ ځواب به راشي، او دا به سخت وي."
د اسرايل او ايران پلوه حزب الله ډلې ترمنځ د کړکېچ سېوا کېدو سره يو شمېر لويديځو هيوادونو خپلو وګړو ته د لبنان څخه وتلو ويلي دي.
په 27مه جولايۍ د لبنان په مشکوکه راکټي حمله کې د ګولان په غرونو کې د فټ پال په ميدان کې 12 ماشومان او تنکي ځوانان وژل شوي، اسرايل له دغې بريد وروسته پوځي ځواب ته تياری نیولی دی.
اسرايل ویلي، ځوابي کارروايي به کوي او عام خلک د دې تیاری کوي ځکه چارواکو ويلي جګړه به د ورځو وي.
امریکې، جرمني، برتانيې، فرانس او نورو حکومتونو خپلو وګړو ته د لبنان د سفر څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی او د کړکېچ سېوا کېدو د خطرې سره یې خپلو وګړو ته د لبنان څخه وتلو ويلي دي.
بيروت کې د امریکې د سفارتخانې د کونسلګرۍ د چارو مرستيالې سيکرټري رينا بیټر په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کړې ويډيو کې په لبنان کې امریکايانو ويلي، لبنان کې د بحران پيل کېدو څخه وړاندې دې ووځي.
بيټر ويلي،"مونږ امریکايي وګړو ته مشوره ورکوو چې د بحراني کارروايۍ دپاره پلان جوړ کړي او د بحران پيل کېدو څخه وړاندې دې ووځي، د تګ راتګ دپاره په منظمه توګه ټاکل شوی ټرانسپورټ تل غوره انتخاب دی په داسې وخت کې چې ځايي مواصلاتي ټرانسپور نظام د معمول ترمخه روان دی".
جرمني خپلو وګړو ته په سمدستي توګه د لبنان پرېښودو ترڅنګ ويلي چې خپل سفرونه زر وځنډوي او سېوا کېدونکی کړکېچ د لبنان د هوايي اډې څخه د دوی سفر ودرولی شي.
د جرمني لفتاناسا، سويس انټرنيشنل اييرلاينز، ايير فرانس او ټرکش ايير لاينز بيروت کې د امنيت له امله بيروت ته خپل پروازونه ځنډولي دي.
د لبنان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر عبدالله بو حبيب سي اېن اېن سره خبرو کې ويي، د لبنان حکومت د حزب الله ځپلو دپاره لږ څه کولی شي، خو ويلي يې دي د رابطو لارې پرانستې دي.
هغه ويلي، "زمونږ دپاره تل د بد او بد تر انتخاب دی، زه فکر نه کوم چې مونږ دا کولی شو. خو مونږ تل د دوی سره رابطې ساتلې دي. وزيراعظم او سپيکر د دوی سره خبرې کوي، ډېر مذاکرات دي. چې دوی ودروو، نه، ځکه په غزه کې چې څه روان دي دوی د هغو د ملاتړ په لړ کې دا پيل کړي دي".
حزب الله د ګل په ورځ ويلي، جنوبي لبنان کې د اسرايل په ډرون بريد کې یې دوه غړي وژل شوي دي.
د امریکې ځانګړي استازي اموس هوچسټين اندېښنه څرګنده کړې، چې ناسم حساب کتاب يا پېښه، چې پکې عام وګړي شامل وي، هر هيواد په داسې کارروايۍ مجبورولی شي، کوم څه چې مونږ جګړې پله بيايي.
هغه خبرداری ورکړی، بيروت په هدف کول د غټې شخړې سبب جوړېدی شي
Forum