د امریکا نائب صدرې کاملا هېرېس چې د سږکال د نومبر میاشت کې کیدونکي صدارتي ټاکنو لپاره د ډیموکرېټک ګوند ممکنه صدارتي نومانده هم ده ،د خپل مرستیال صدر لپاره دریو نورو احتمالي کاندیدانو سره مرکې کړې. تمه کیږي چې هغه به ډیر ژر په انتخاباتو کې د خپل مرستیال صدر نوماند نوم اعلان کړي.
د نومبر د پنځمې نیټې په انتخاباتو کې به هېرېس د امریکا صدارتي انتخاباتو کې د ريپیلېکن ګوند امیدوار ډانالډ ټرمپ سره مقابله کوي. د ريپیلېکن ګوند امیدوار ډانالډ ټرمپ د خپل مرستیال کاندید په توګه د اوهایو ایالت سېنېټر جې ډي وېنس نومولی دی.
احتمالي امیدواران چې مېرمن هېرېس ورسره لیدنه کوي د مینیسوټا ګورنر یا والي ټیم والز ، د پنسلوانیا ګورنر جوش شپېرو او د اېریزونا ایالت سېنېټر مارک کیلي هم شامل دي.
د جمعې په ورځ هېریس د امریکا ټرانسپورټ وزیر چې د یو بل ممکنه نایب صدر امیدوار پیټ بټاجج سره لیدلي و. د الې نواې ګورنر جې بي پریټزکر او د کینټکي ایالت ګورنر انډي بیشیر نومونو باندې هم غور کیږي.
کاملا هېرېس چې د امریکې په تاریخ کې لومړۍ ښځه نایب صدره جوړه شوه او اوس یې د د صدارتي امېدوارې په توګه نوم اخیستل کیږي، مور یې په خټه د هندوستان او پلار یې د افریقايي هېواد جمیکا سره تعلق لرلو.
Forum