لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې شوې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ ژوبل شوي


Kabul Blast
Kabul Blast

رپورټونه وايی د افغانستان سرښار کابل کې په یو موټر کې چاودنه شوې ده او خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. چاودنه په ځايي وخت نن مازیګر شاوخوا پنځه بجې شوې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي دي: «د کابل ښار د دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان دي او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

خالد ځدراڼ ویلي دي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا ته ویلي دي چې چاودنه د برچي د تیلو ستېشن ته څېرمه شوې، دا د کابل ښار د ۱۳مې حوزې مربوطه سیمه ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کېږي، چې یو زیانمن شوی موټر د سړک په غاړه ولاړ دی او یو کس یې تر څنګ پروت دی.

تر دې دمه د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش خراسان ډلې اخیستی دی.

که څه هم طالبان وايي چې دا ډله یې په افغانستان کې ختمه کړې ده، خو ملګري ملتونه وايي چې دا ډله په افغانستان کې فعاله ده او له افغانستان څخه د باندې یې د بریدونو تهدید هم موجود دی.

یادونه: د وي او ای اشنا په مننه

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG