لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینې ماڼۍ ایران لخوا په اسرایل د احتمالي برید خبرداری ورکړی


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبرداری ورکړی چې اسرایل او اتحادیان یې د ایران  لخوا د پراخو بریدونو لپاره چې حتی روانه اوونۍ د کېدو امکان یې شته دی باید تیار اوسي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبرداری ورکړی چې اسرایل او اتحادیان یې د ایران  لخوا د پراخو بریدونو لپاره چې حتی روانه اوونۍ د کېدو امکان یې شته دی باید تیار اوسي.

سپینې ماڼۍ د ګل په ورځ په اسرایل د ایران احتمالي برید خبرداری پداسې حال کې ورکړی چې حماس ویلي د دوی جنګیالو د اسرایل یو یرغمل تن وژلی او دوه نور یې ژوبل کړی دي.

د حماس جنګیالو ویاند ابو عبیده د دغه یرغمل شوی اسرایلي چې د خپل ګارډ یا ساتونکي لخوا وژل شوی، د هغه (ابو عبیده) په وینا د وژنې ذمه واري یې اسرایل لخوا د فلسطینیانو په "قتل عام" ده.


هغه زیاته کړه چې په يوه بله پېښه کې دوه اسرايلي يرغمل شوې ښځې ژوبل شوې دي.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلې دی چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبرداری ورکړی چې اسرایل او اتحادیان یې د ایران لخوا د پراخو بریدونو لپاره چې حتی روانه اوونۍ د کېدو امکان یې شته دی باید تیار اوسي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن یو ابدوز یا اوبتل چې په ګائیډډ میزایلو باندې سمبال دی منځني ختیځ ته لېږلو اعلان کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا لویډ اسټن د جنګي جېټ الوتکي وړونکی بېړۍ یا بحری جهاز یو ایس ایس ابراهم لېنکن سټرائیک ګروپ ته امر کړی چې د منځني ختیځ په لور خپل سفر نور ګړندی کړي.

د پنټاګان مطبوعاتي سیکرټري یا ویاند مېحر جنرل پېټ رایډر نه چې کله پوښتنه وشوه چې ایا د ابدوز یا اوبتل لېږلو اعلان مقصد ایران ته کوم پیغام ورکول دی نو هغه وویل : "بلکل".

د پنټاګان مطبوعاتي ویاند پېټ رایډر وویل: ” مونږ پیغام لېږل غواړو کوم چې ده چې مونږ تاوتریخوالي کې د کمي هڅه کوو، مونږ په سیمه کې د خپلو ځواکونو د ساتنې او همدارنګه د اسرایل د دفاع لپاره د وړتیاوو په هڅې کوو“.

باربرا سټار چې د امریکا په سویلي کیلیفورنیا پوهنتون کې د کمیونیکیشن او پالیسۍ څانګۍ کارکوونکې ده، د پیغام رسول "مهم سېګنل" بللی ځکه چې ابدوز یا اوبتل د احتمالي حملو د مخنیوی لپاره نه کارول کیږي.

باربرا سټار د ګل - دوشنبې په ورځ د وي او اې یوې پوښتنې په ځواب کې په اېکس پخواني ټویټر ولیکل: "[امریکا] په حقیقت کې غواړي چې ایران ته معلومه وي چې دا (ابدوز) هلته دی او د اسرایل په دفاع کې برید کولو ته تیار دی."

په عین حال کې د امریکا صدر جوبایدن د ګل – دوشنبې په ورځ د برتانیا، فرانس، جرمني، او د اټلي مشرانو سره په منځني ختیځ کې د زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه خبرې اترې کړې دي.

په یوه ګډه اعلامیه کې دغه مشرانو په غزه کې د جنګ بندۍ ته رسیدو او د یرغمل شوو د خلاصون تړون د” مکمل ملاتړ “ ښودلی دی.

دغه مشرانو په غزه کې جنګ د ختمولو دپاره د امریکې، قطر او د مصر د تجویز حمایت هم وکړو.

دغه مشرانو همداراز د ایراني بریدونو او د ایران په ملاتړ د ترهګرو ډلو لخوا د بریدونو په وړاندې د اسرایل د دفاع ملاتړ څرګند کړو، او وویل که حمله وشوه نو "د سیمه ییز امنیت لپاره به جدي نتیجې" ولري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG