د امریکا صدر جوبایډن کومه وینا یا تقریر چې به د ګل-دوشنبې په ماښام د اېلېنوی ایالت په شېکاګو ښار کې د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن کې کوي د هغه نه دی چې هغه په ذهن کې و.
په 2020م کال کې کوید دلاسه د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن په انلاین توګه وشولو او سږ کال کنوېنشن به اولنی و چې بایډن به د خپل ګوند صدارتي نامزدګي قبوله کړې وې.
دا به په ډیر درنښت لمانځل شوی وی او د دیموکرېټک ګوند امیدونو سره چې هغه به هم د خپل مخکینو صدرانو براک اوباما او د بل کلنټن په شان د صدرات دویمه دوره وګټي.
د جولای تر 21 نیټې پورې دغه پلان و خو په دغه ورځ بایډن اعلان وکړو چې هغه د "موقتي" مشر په توګه د خپلې ژمنې سره سم کار کوي او په خپل ځای یې خپله مرستیال صدره کاملا هېرېس د صدارت بل دور لپاره تایید کړه.
تر هغه وخت نه د بایډن ټیم د ډیموکرېټک ګوند ملي کنوېنشن وینا تیارولو کې لګیا دی ترڅو هغه څه په ګوته کړي چې صدر د خپلې لومړۍ دوره کې ترسره کړي او دا "کار سر ته رسولو" لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.
اوس به هغه یوې داسې پارټۍ یا ګوند ته وینا کوي چې په هر ډول یې دا ښودلې چې د 81 کلن صدر د دغه سټیج یا ځای پریښودو له مخه یې هغه ته الوداع ویلو ته تیار وو. او د پارټۍ د سیالۍ په اړه جوش او جذبه د جون په میاشت کې د بايډن اولني صدراتي مباحثه کې د خرابې کارکردګی له وجې په خطر کی بدله شوه.
یوه داسې پارټي چې څنګه بایډن اعلان وکړو چې بیا انتخاب په تکل کې نه دی نو په سمدستي توګه یې د خپل کم عمر لرونکې مرستیالې صدری په اړه جوش او جذبه پیدا کړه. او د یوې میاشتې نه په کم وخت کې د ډیموکرېټک پارټۍ ټکټ په تیزی سره نظر پوښتنې بدلوي.
دا خبره د هر چا لپاره ستونزمنه کېداې شي چې په ارام او ښکلا سره د دې حقیقت سره مخ شي، او په ځانګړي توګه د بایډن لپاره څوک چې له پنځو لسیزو راهیسې په سیاست کې دی او د 1988م کال کې اول ځل لپاره د صدر جوړیدو هڅه یې کړی وه.
بایډن څو اوونۍ مخکې چې د صدارتي انتخاب کې د برخه نه اخیستو اعلان وکړي د اېم اېس اېن بي سي ټي وي سره په مرکه کې ویلي وو چې هغه د خپل ګوند د اشرافیه نه "ډیر مایوسه دی".
بایډن چې په واضح توګه خفه ښکاریدو وویل " چې په دغو کې چې کوم کسان وایي چې زه دې انتخاب کې برخه نه اخلم نو ما پرضد دې انتخاب کې برخه واخلي . تاسو مخې ته راشئ او د صدر لپاره خپل نوم اعلان کړئ. تاسو ما په کنوېنشن کې ما چېنلج کړئ".
تاماس شوارټز چې په وانډربېلټ پوهنتون کې صدارتي مورخ دې وایی د ګل- دوشنبې په ورځ به بایډن " په تاریخي توګه د بې ساري وضعیت" سره مخ وي.
تاماس شوارټز وي او اې ته وویل "هغه د یوې مودې صدر دی چې د خپل ګوند مشرانو لخوا په زور د ټکټ نه لیرې کړل شو، [د پخوانۍ کانګرس سپیکرې] نینسي پلوسي، اوباما، [په سینټ کې د اکثریتي ډلی مشر] چک شومر، او [په ایوان نمایندګان کې د ډیموکرېټک پارټۍ مشر] حکیم جبفریز - او اس ورته ویل کیږي چې ډیر په جذیې سره د خپل مرستیالې صدر تایید وکړي.
په عصري وخت کې یواځینی ډیموکرېټک صدر چې غوښتل او هڅه یې کړی وه چې د دویمې دورې لپاره صدر جوړ شي او ناکامه شو نو هغه جیمي کارټر و چې په 1980م کال په صدراتي انتخاباتو کې ورته رونالډ ریګن ماتې ورکړې وه.
لېنډن بي جانس یواځینی بل ډیموکرېټک صدر و چې په اول کې یې غوښتل په انتخاباتو کې برخه واخلي خو بیا د هغه د ویټنام پالیسۍ پرضد د احتجاجونو وروسته د سیالۍ نه بهر شو.
Forum