لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د سخت مقابلې ریاستونو دورې پیل کړي، کاملا هېریس یې د "هیواد ویجاړونکې" ګرځولې ده


ټرمپ د سخت مقابلې ریاستونو کې هره ورځ د اقتصاد، جرم ، امنیت، قامي سلامتیا او سرحد په ګډون په هغه موضوعاتو په اړه غونډې ترسره کوي چې ريپبلېکن ګوند ګڼي چې دوی ورباندې برلاسي دي.
ټرمپ د سخت مقابلې ریاستونو کې هره ورځ د اقتصاد، جرم ، امنیت، قامي سلامتیا او سرحد په ګډون په هغه موضوعاتو په اړه غونډې ترسره کوي چې ريپبلېکن ګوند ګڼي چې دوی ورباندې برلاسي دي.

په داسې حال کې چې ډیمو کرېټک ګوند د ګل-دوشنبې په ورځ په شېکاګو کې خپل کنوېنشن پیل کړی، ډانالډ ټرمپ د ګل په ورځ د سخت مقابلې ریاستونو یا بیټل ګروانډ سټېټس دورې پیل کړي دي.

ډانلډ ټرمپ د څو اونیو راهیسې کاملا هېرېس د خپل انتخابي سیال په توګه د هغې پرضد خپل دریځ جوړولو هڅه کوي.

مخکیني صدر او د ریپبلېکن ګوند صدارتي امیدوار په پنسلوانیا ریاست کې په یوې فیکټرۍ کې خبرې وکړې، چې د ‌ډیمو کرېټګ ګوند کنوېنشن جشن کمولو د هڅو لړۍ لومړۍ برخه وه.

ټرمپ د سخت مقابلې ریاستونو کې هره ورځ د اقتصاد، جرم ، امنیت، قامي سلامتیا او سرحد په ګډون په هغه موضوعاتو په اړه غونډې ترسره کوي چې ريپبلېکن ګوند ګڼي چې دوی ورباندې برلاسي دي.

ډانلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې د پریسیژن کسټم کمپونېنټس فیکټرۍ کارکوونکو ته چې پوځي او ایټمي استعمال لپاره پرزې جوړوي وویل "کاملا هېرېس د اقتصاد ویجاړونکې او د هېواد ویجاړونکی ده . "

دا به د ژمي وروسته د ټرمپ ترټولو مصروف انتخابي کمېپین اوونۍ وي هغه وخت هغه د ريپبلېکن ګوند دننه په ابتدايي ټاکنو کې د امیدوارانو د مقابلی سره مخ و.

اوس چې د ټرمپ پام پالیسۍ اړخ ته ګرځي د ټرمپ د اتحادیانو اندیښنې د کاملا هېرېس د زیات مقابلې د صلاحیت له وجې زیاتیږي او دوی په هغه غږ کوي چې هغه راې ورکونکو چې سوېنګ ووټران ورته ویلي شي ته هم خپل پیغام پراخولو هڅه وکړي.

سوېنګ ووټران یا راې ورکونکي هغه راې ورکونکي وي چې د انتخاب وړاندې د امیدوار په اړه خپلې راې بدلولی شي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG