لاس رسیدونکی لینک

 
د هند وزیراعظم مودي به د اوکراين د صدر زيلنسکي سره ويني
تازه خبر

د هند وزیراعظم مودي به د اوکراين د صدر زيلنسکي سره ويني


زيلنسکي د ګل/ دوشنبې په ورځ تمه څرګنده کړې چې د مودي د اوکراين د لومړي سفر په مهال څو اسناد لاسليک شي.
زيلنسکي د ګل/ دوشنبې په ورځ تمه څرګنده کړې چې د مودي د اوکراين د لومړي سفر په مهال څو اسناد لاسليک شي.

د هند وزیراعظم نريندرا مودي به د جمعې په ورځ د اوکراين د صدر ولاديمير زيلنسکي سره ويني، دا مياشت وروسته له هغې چې زيلنسکي د مودي د روس په سفر کې ولاديمير پيوټن ته په غاړه ورکولو نيوکې کړې وې.

مودي په هغه ورځ د روس سفر کړی وو، چې روس په اوکراين ميزايلې داغلې ګڼ کسان یې وژلي، د ماشومان روغتون یې اغېزمن کړی وو.

زيلنسکي د مودي او پيوټن ليدنه"د امن د هڅې تباه کوونکې بللې چې د نړۍ د غټ جمهوریت مشر په داسې ورځ په مسکو کې د نړۍ تر ټولو خونړي مجرم ته غاړه ورکوي".

د مودي حکومت په اوکراين د روس د يرغل ضد د خبرو کولو ډډه کوي، او د دواړو هيوادونو مثبتې اړیکې په ځای ساتي.

هند په دواړو هيوادونو د خبرو د لارې د شخړې د هواري خبره کوي.

زيلنسکي د ګل/ دوشنبې په ورځ تمه څرګنده کړې چې د مودي د اوکراين د لومړي سفر په مهال څو اسناد لاسليک شي.

د روان کال په پيل کې زيلنسکي ویلي وو، اوکراين د هند سره د زراعتو په صادراتو، درملو په تجارت او صنعتي تجارت کې اړیکې پراخول غواړي.

په 2020م کې په اوکراين د حملې وروسته چې په روس باندې لويديځ بنديزونه لګولي، روس، هند ته تېل لېږونکی غټ هيواد جوړ شوی دی.

په کمه بيه تېلو اخستو د هند په اربونو ډالره بچ کړي او د روس د جګړې اقتصاد یې ښه کړی دی.

هند د خپلو پينځو وګړو وژنه هم ليدلي، چې په روس کې یې د ملاتړې دندې لپاره لاسليک کړی او په اوکراين کې د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږل شوي وو.

هند په مسکو ټينګار کړی چې هندي وګړي بيرته ستانه کړي چا چې د ملاتړو د دندې لاسليک کړی وو.

هند په روس باندې د ملګرو ملتونو د بنديزونو عملي کولو انکار کوي.

( د دې خبر ځينې معلومات رویټرز او اې پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG