د امریکا صدارتي امیدواران د ډیموکرېټک ګوند امیدواره او نایب صدره کاملا هېرېس او د هغې ریپیلېکن ګوند سیال پخوانی صدر ډانالډ ټرمپ د صدارتي مباحثې مخکې د مایکونو د بند ساتلو پر سر اختلاف لري.
هېرېس او ټرمپ د دې وړاندې نه د یو بل سره لیدلي او نه یې خبرې کړي دي او په 10 سېپټمبر د دوی تر منځ ټاکل شوي صدارتي مباحثه به د دوی لومړۍ نیغ په نیغه لیدل کتل وي.
کله چې دواړه انتخابي کمپینونه په فلاډېلفیا کې کېدونکي د اې بي سي نیوز 90 منټونو یا دقیقو قامي ټیلي ويژن په بحث اتفاق وکړو نو دا به په هغه ضابطو کېدل چې د ټرمپ او صدر بايډن ترمنځ د جون میاشتې په اخر کې سره بحث وکړو. کله چې به یو امیدوار خبرې کولې نو د بل امیدوار مایک به بند یا خاموش ساتلی شو.
اوس هېرېس غواړي چې د ټول بحث په وخت مایک – مایکروفون ازاد یا پرانېستې وساتلی شي. دا یو داسې ګام دی چې کولی شي د امیدوارانو ترمنځ بحث تود او ژوندی وساتي، خو دومره زیات کراسټالک (د یو بل خبرو کې رادانګل) چې په میلینونو لیدونکي چې تمه کیږي به خپلو کورنو کې به دغه بحث ګوري په دغه پوهیدو کې د مشکل سره مخ شي.
د هېرېس د کمپین ویاند براین فالن دعوه کړې چې "د ټرمپ کمپین یو بند مایک غوره کوي ځکه چې دوی خیال نه دی چې د دوی امیدوار کولی شي د 90 منټو دپاره د صدر په ډول پاتې شي."
براین فالن زیاته کړه چې هېرېس "د ټرمپ د مسلسل دروغو او د ګډوډیو سره معامله کولو ته تیاره ده . او ټرمپ دی میوټ مایک (بند مایک) تر شا نه پټیږي."
ټرمپ داسې ښودل چې دا ورته څه غټه خبره نه ښکاري او د ګل – دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "مونږ په هغه ضابطو اتفاق کړی و. ماته هیڅ فرق نه جوړوي. اتفاق په دې شوې و چې ضابطې به هغه وي لکه څنګه چې دا وروستی ځل وې. او په هغه وخت دا میوټ (خاموش) و ."
ټرمپ د هېرېس کمپین په اړه دعوه وکړه چې: " حقیقت دا دې چې دوی هڅه کوي چې د دې نه ځان وباسي ".
ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټ فارم ټروت سوشل د اتوار په ورځ په یو پوسټ کې وویل چې کیداې شي په بحث کې ګډون و نکړي. او د اې بي سي د اتوار په ورځ د یو پروګرام په اړه یې خپله ناخوښي څرګنده کړه. او خپل پلویانو نه یې پوښتنه وکړه چې ولې په دغه نیټ ورک د کاملا هېرېس سره بحث کې برخه واخلي.
د جون په 27 د ټرمپ - بایډن بحث د 2024م کال صدارتي کمپین کې مهم رول ترسره کړو .
81 کلن بایډن کارکرداګي خرابه وه او په کانګرس کې د هغه ډیموکرېټک اتحادیانو غږ وکړو چې خپل کمپین دې ختم کړی او د انتخابي سیالۍ نه دی بهر شي.
بايډن د جولاۍ په 21 خپل کمپین ختم کړو او د کاملا هېرېس د ملاتړ اعلان یې وکړو.
Forum