لاس رسیدونکی لینک

 
په ډېره اسماعيل خان، ټانک سړک بريد کې دوه پوځیان وژل شوي، تر 20 زیات ژوبل دي
تازه خبر

په ډېره اسماعيل خان، ټانک سړک بريد کې دوه پوځیان وژل شوي، تر 20 زیات ژوبل دي


د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان او ټانک ضلعو ترمنځ منځني سړک دپاسه د امنيتي ځواکونو په قافله چاودنه شوې، لږ تر لږه دوه امنيتي اهلکار ‏پکې وژل شوي او د ‏‎22‎‏ نورو ژوبلېدو خبر دی.‏

د ډېره اسماعیل خان پوليسو مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ویلي، د ډېره اسماعيل خان، ټانک په سړک دپاسه د امنيتي ځواکونو په ګاډي ‏ځانمرګی بريد شوی دی.‏

په خبر کې ويل شوي د امنيتي ځواکونو قافله د ټانک نه ډېره اسماعيل خان ته په لاره وه او ځانمرګی بريد پرې شوی دی.‏

د پوليسو په وينا، په پېښه کې ژوبل کسان پوځي روغتون ته منتقل کړل شوي، پوليس او پوځ د پېښې ځای ته رسېدلي، د ډېره اسماعيل خان او ټانک ‏سړک د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوی دي.‏

د بريد ذمه واري سمدست چا نه ده قبوله کړې.‏ پوځ هم په رسمي ډول د بريد په اړه څه نه دي ویلي.‏

خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د پاکستان په پوځ او نورو قانون نافذونکو ادارو وسله وال بريدونه يو ځل بيا سېوا شوي دي.‏

په‎ ‎‏(‏‎16‎م مارچ) د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې د پوځ په یوه پوسته یو ستر خونړی برید شوی، دوه ‏لوړپوړي پوځي افسران او پینځه عسکر پکې وژل شوي وو.‏

د يادې پېښې وروسته د پاکستان له لوري په افغانستان کې د بمبارۍ او بيا د طالبانو لخوا په پوله په پاکستاني ځواکونو بريدونه شوي وو.‏

پاکستان ويلي وو، خوست او پکتيکا کې یې د طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال په هدف کړي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، ‏پاکستان د عامو وګړو کورونه بمبار کړي، اته تنه (شپږ ښځې او دوه ماشومان) یې وژلي وو.‏

بيا د افغانستان د لوري په پاکستاني ځواکونو بريدونو کې هم د مرګ ژوبلو خبرونه مخې ته راغلي خو دغه مرګ ژوبلې د دواړو خواو څخه په رسمي ډول نه ‏دي تاييد کړل شوي.‏

د يادو پېښو وروسته د کورمې او شمالي وزيرستان د افغانستان سره د خرلاچي او غلام لارې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وې چې تراوسه تړلې ‏پرتې دي.‏

پرون د بلوچستان صوبې د ساحلي ښار ګوادر کې د ګوادر بندر په اتارټي کمپليکس ودانۍ وسله وال برید شوی، دوه امنیتي عسکر او د اتوو ترهګرو وژلو ‏ويل شوي وو.‏

بلوڅ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه.‏

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG