لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني په طالبانو غږ کړی چې جنګ نه دې لاس واخلي


اشرف غني
اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې میاشت د شروع کېدو په موقع خپل یو وډیو پېغام کې پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې له جګړې دې لاس واخلي او تلپاتې اوربند وکړي.

د اشرف غني دغه پېغام ارګ په خپله وېب پاڼه خپور کړی او هغه پکې وویل: "پر طالبانو بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه چې دایمي اوربند دی لبیک ووايي او د ناروا جګړې پر ځای تلپاتې سولې ته، خپل نیت اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړئ."

اشرف غني د طالبانو نه د اور بند غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې په ترکي کې د امریکې په خواهش د افغان امن په موضوع غوڼده کېدونکي ده چې هدف یې د چارواکو په وېنا بېن الافغان مذاکراتو ته تحریک ورکول دي.

افغان حکومت ویلي د ترکي په ناسته کې به شرکت کوي خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ويلي چې دغه ډله د اپرېل په ۱۶مه نېټه کېدونکي د ترکیې په غونډه کې د ګډون په اړه غور کوي او لا دا فېصله یې نه ده کړې چې په غونډه کې به کښېني او که نا؟

د ولسمشر دغې تازه غوښتنې ته تر اوسه وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بلخوا په کونړ ولایت کې یو شمېر دیني عالمانو د یو لاریون په موقع په جنګ کې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه وکړ او ویې وېل روژه د رحمت، سولې او د مغفرت میاشت ده، نو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او سولې غوښتنه کوي.

د روژې په پېغام کې ولسمشر اشرف غني له دیني علماوو هم وغوښتل چې په خپلو بیانیو او ویناو کې خلک سولې ته وهڅوي، د جګړو په کمولو کې خپل رول ادا کړي او خپل ولسونه د یو بل لاسنیوي او مرستې ته راوبولي.

خو عام خلک وایي په هر حال اوس هيڅ د انعطاف ښودلو وخت نه دی؛ ځکه افغان حکومت په دې برخه کې خپل ټول خنډونه لرې کړي او د استانبول غونډې ته په پوره سنجول شوې طرحې او امادګي ور روان دی او له طالبانو هم غواړي چې په نرمۍ او د استدلال په ژبه د سولې میز ته کیني.

ددې خبرو سره همهاله ولسمشر له تجارانو د روژې میاشتې په خاطر غوښتنه کړي چې د نرخونو کنترول کې د غریبو او شهیدانو کورنیو سره همکاري وشي.

هغه وویل چې په دغه میاشت کې دې خلکو ته په مناسبو بیو د خوراکي د رسولو تر څنګ دې د بې وسو خلکو سره مرستې وکړي.

ښاغلي ولسمشر وایي" له تجارانو، هټیوالو او پانګوالو څخه غواړم چې د افغانستان مسلمانو خلکو ته د خوراکي موادو په مناسبه بیو د رسولو ترڅنګ د اسلامي او انساني خواخوږۍ له مخې د خپلو بې وسه، ناچاره هیوادوالو او د شهیدانو د کورنیو خاص لاس نیوی وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG