لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې افغان کډوالو ته شهریت نه، خو دمستقل سکونت حق ورکړي


د پاکستان یو سنېټر انوارالحق کاکړ وړاندیز کړی چې په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته دې د شهریت په ځای د مستقل سکونت حق ورکړی شي.

ښاغلي کاکړ وي او ای ډیوه ته اوویل چې دې سره به هم د افغان کډوالو د شهریت ستونزه حل شي او هم به ددې عمل د مخالفينو اعتراضونه.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په 2018م کال کې ویلي وو،‌ چې په پاکستان کې زېږېدلیو افغان کډوالو ته به شهریت ورکوي، خو بیا د خپل یو اتحادي بلوچستان نېشنل گوند د سختو نیوکو وروسته غلی شو او په دې اړه یې کومه پرېکړه ونه کړه.

په پاکستان کې افغانانو ته د شهریت مخالفين واي چې که چري افغانانو ته شهريت وکړی شو نو پښتانه به سیاسي اکثریت اومومي او دوي په اقلیت بدل شي.

روانه میاشت د پاکستان د سنېټ یوې قایمه کمېټۍ له حکومته په پاکستان کې پیدا شوي او لوی شوي افغان کډوالو ته د شهریت ورکولو غوښتنه کړې وه.

د پښتونخوا ملي عوامي گوند صوبایي صدر او سنېټر عثمان خان کاکړ د روانې میاشتې په سرکې ډیوه ته ویلي وو د هیواد د سرحدونو وزارت منلې چې دا وخت په پاکستان کې میشتو کډوالو کې په 100 کې 72 په پاکستان کې زېږېدلي دي.

عثمان کاکړ نیوکه وکړه چې په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ژوند بنیادي اسانتیاوې نه دي ورکړې شوي .

د رسمي شمېر له مخې په پاکستان کې دا مهال یو نيم میلینه یعنې پینځلس لکه افغان کډوال له دوی سره رجسټر دي.

د پاکستان د سرحدونو د وزارت د یوې غیررسمي اندازې له مخې تر یو میلین زیات هغه افغان کډوال هم لا په پاکستان کې ژوند کوي چې له یو این ایچ سي آر سره رجسټر نه دي.

سنېټر انوارالحق کاکړ ډیوه ته اوویل چې د مسقل سکونت سره به افغانان په پاکستان کې د ووټ د حق نه پرته د هیواد د یو وگړي په توگه نور ټول حقونه ولري.

د ښاغلي کاکړ خیال دی په افغان کډوال د پاکستان په سیاسي چارو کې نه، معاشي ژوند کې دلچسپي لري:

"دلته کاروبار کول غواړي، دلته سبق ویل غواړي، دلته داسې امدورفت کول غواړي چې د هغې قانوني جواز موجود وي"

د هغه په خیال ده دا خبره یې د پاکستان وزيراعظم عمران ته اوکړه چې:

"مونږ دوي له یو پرمنینټ ریزیډیسن(مستفل سکونت حق) ورکولی شو"

د هغه په اند دې سره به دوي ته د یو عام پاکستاني وگړي په شان حق وي.

د هغه په خیال که په بلوچستان صوبه کې د چا سره دا ویره وي چې دوي به په سیاسي توگه کمزوري شي نو دهغې مخنیوی به داسې وشي چې دوي ته دې د ووټ حق مه ورکوئ.

ښاغلی کاکړ گمان کوي چې افغانان د پاکستان په سیاسي چارو کې دلچسپي نه لري:

"زما نه دې خیال چې افغان کډوال هم د ووټ په حق کې دلچسپي لري"

ښاغلی کاکړ واي دا وخت دده په وړاندیز څه کار خو روان نه دی خو دی خوشبینه دی چې یوه ورځ به دغه غوښتنه اومنل شي.

ښاغلي کاکړ په پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته وړانديز وکړو چې د پاکستان سیاسي گوندونو دې په دې قانع کړي چې د مستقل سکونت د قانون سره به دوي د پاکستان په معاشي پرمختگ کې لوی رول ولوبوي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتگ لړۍ د اتیایم په لسیزه کې هغه وخت شورو شوه چې سویت یونین په افغانستان حمله وکړله او جگړه شوه.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:14 0:00


  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG