لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي کندهار کې د ۲۰ ملکیانو د وژنې په اړه به ډیر زر پلټنه وکړي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري ویلي چې چارواکي به ډیر زر په سویلي ولایت کندهار کې د ۲۰ ملکیانو د وژنې په اړه جدي تحقیقات وکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې يا "هیومن رایټس واچ" په افغان او امریکايي چارواکو غږ کړی چې زر تر زره دې د افغانستان په سویلي ولایت کندهار کې د ۲۰ ملکیانو د وژنې په اړه پلټنه وکړي.

نوموړې ادارې نن د چهار شنبې یا شورو په ورځ دغه راپور خپور کړ چې د تیرې میاشتې یعني جنوری په ۳۱ نیټه افغان او امریکايي ځواکونو د کندهار پنجوايي ولسوالۍ په "بند تیمور" سیمه کې عملیات وکړل چې د ۵۰ طالب وسله والو په ګډون یې ۲۰ ملکي وګړي هم په کښې وژلي دي. راپور زیاتوي چې ځیني وګړي له خپلو کورونو راویستل شوي او بیا په ډزو وژل شوي.


د دفاع وزارت ویاند ښاغلي دولت وزیري ویلي چې چارواکي به ډیر زر د دې قضیې پلټنې وکړي.

هغه زیاته کړی "د عملیاتو پر مهال وسله وال تل کوشش کوي چې د ملکي وګړو په کورونو کې پټ شي ځکه چې هغوي غواړي ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوړي خو افغان ځواکونه هره ممکنه هڅه کوي چې د دې مخه ونیسي".


د وي او اې سره په خبرو کې د امریکا پوځي چارواکي اطمینان ورکړی چې دې پیښې ته به ډیر زر ځواب ووايي.

د بند تیمور د عملیاتو څخه یوه ورځ وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني په خپلو خبرو کې دا عملیات بریالي بللي وو چې ۵۰ تنه طالبان پکې ووژل شوه او ۳۰ تنه ونیول شوه. هغه زیاته کړې وه چې په راتلونکې کې به همداراز عملیاتو ته دوام ورکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې د افغانستان څانګې یوې مخکښې څیړنکارې پیټریشا ګاسمن ويلي " د خلکو په سمدستي توګه وژل، که هغه وسله وال وي او که ملکیان، دا یو جنګي جرم بلل کیږي".

د افغان ځواکونو له لورې دغه عملیات او بریدونه په پلازمېنه کابل کې پر کانټینیټل هوټل او همداشان د یوه امبولانس په مرسته د ځانمرګي برید وروسته تر سره شوي دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG