د نړیوال کرکټ په غوراوي سیالو کې زمبابوی افغانستان ته په دوه رنزونو ماتې ورکړه.
د نړیوال کرکټ غوراوي سیالو لپاره په زمبابوی کې سیالـۍ روانې دي. په وومه لوبه کې زمبابوې ټاس ګټلو وروسته د بیټنګ فیصله اوکړه او ۴۳ اوورز کې یې ۱۹۶ رنزونه جوړ کړل.
د زمبابوی لخوا د ټولو نه غوره بیټسمین برینډن ټیلر وو، نوموړي په ۸۸ بالونو ۸۹ رنزونه جوړ کړل.
د افغانستان له خوا راشد خان او مجیب الرحمان ۳-۳ وېکټونه تر لاسه کړل.
په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۹۴رنزونو اوټ شول.
د افغانستان د ټولو نه غوره بیټسمین رحمت شاه وو، هغه په ۹۱ بالونو ۶۹ رنزونه جوړ کړل. محمد نبي په ۵۶ بالونو ۵۱ رنز جوړ کړل.
د زمبابوی غوره بالر بلیسنګ موزرباني وو هغه په لس اوورنو کې څلور کسان اووټ کړل
د افغانستان مشر روزونکي ویلي ٫٫ افغانستان لوبډله به په دې سیالو کې بریالۍ شي
٬٬ دې نه وړاندې په شارجه کې د افغانستان کرکټ ټیم یو ورځني سیالو کې زمبابوی ته ۱-۵ سره ماتې ورکړي وه.
د راشد خان په کپتانۍ کې دا د افغانستان کرکټ ټیم دویمه لوبه ده.
یاده دې وي چې اصغر خان ستانکزي د ناروغتیا وروسته په ټیم کې شامل شوی خو په روان میچ کې نه دی لوبېدلی.