لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صالح: پاکستان د افغانستان هوایي جهازونو ته له سپین بولدکه د لیرې کېدو رسمي خبرداری ورکړی - غږیز پیغامونه یې ثبوت


د افغانستان نايب صدر امرالله صالح وي او ای ډيوه سره داسې دوه غږيز پېغامونه شريک کړي چې په يو کې افغان چارواکی وايي د پاکستان هوايي ځواک ورته خبرداری ورکړی چې افغان الوتکې د سپين بولدک سره د سرحد نه لس ناټيکل ميله لرې اوساتي - که نه - نو په راکټ به يې وولي. او بل لنډ پېغام په انګريزي ژبه کې دی چې په ظاهره د پاکستان د اير ډېفنس د کوم چارواکي غږ ښکاري.

په اسلام اباد کې د وي او اې ډیوه خبریالې د افغان نایب صدر د دې دعوې په اړه چې پاکستان افغان ځواکونو ته خبرداری ورکړی، د پوځ د مطبوعاتو له ادارې پوښتنه وکړه، د آی ایس پي آر یو چارواکي بریګېډیر حامد اورکزي د وټسپ له لارې په جواب کې وویل:

"[دا] خبرداری رسمي نه دی، بلکې دا جعلي دی، موږ [د امرالله صالح] له ټویټ نه خبر نه یو".

د افغانستان نایب صدر امرالله صالح د خپلې دعوې د ثبوت د پاره، دوه غږیز پیغامونه وي او اې ډیوه سره شریک کړل چې په اول پیغام کې یو کس چې ځان د افغانستان د هوایي ځواکونو چارواکی معرفي کوي، وایي چې د پاکستان هوایي قواوو د افغان هوایي ځواک اې-۲۹ ډوله جهازونو ته چې سپین بولدک ته نږدې و، خبرداری ورکړی چې باید لس (۱۰) ناټېکل مایل (چې اتلس کلومټره کیږي) له سرحد نه لیرې پاته شي. چارواکی پخپل پیغام کې د پاکستان هوایي ډیفینس ځواکونو له قوله وایي چې "زمونږ (پاکستان) سره د عملیاتو هماهنګي نده شوې او که تاسو (د افغانستان پوځي جهازونه) له سرحد نه د ۱۰ ناټیکل مایل (۱۸کلومټره) فاصلې خیال ونه ساتئ، نو تاسو به په راکټ ووهو."

د افغانستان د هوایي ځواک چارواکی پخپل پیغام کې دا دعوه هم کوي چې له دوی سره د خپلو دغو خبرو د ثبوت دپاره تصویرونه، غږونه، او د طیارو د پرواز د کرښو نقشې هم شته.

په دې پیغام کې د افغان هوایي ځواکونو چارواکی دا خبره چې ګني د افغانستان پوځي جهازونه له سرحدي کرښې اووښتي دي، په کلکه ردوي او هغه درواغ ګڼي.

په دویم غږیز پیغام کې چې له وي او اې ډیوه سره شریک شوی دی، د یو چا غږ اورېدل کیږي چې په انګریزي ژبه لنډې خبرې کوي او وایي چې دوی د پاکستان ائيرډیفینس ځواکونه دي.

امرالله صالح د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر ویلي و چې د پاکستان هوایي ځواک اوس په ځینو سیمو کې له طالبانو سره د هوایي ځواک مرسته کوي. ښاغلي صالح لیکلي:

"د پاکستان هوایي ځواک افغان پوځ او هوایي ځواک ته رسمي خبرداری خپور کړی چې که د سپین بولدک له سیمې د طالبانو د شړلو هر ډول هڅه وشي له پاکستان هوایي ځواک سره به مخ شي‌ او پر شا به وتمبول شي".

امرالله صالح د پنجشنبې/زیارت په ورځ پخپل دې خبرې په جواب کې چې ګواکې د پاکستان د هوایي ځواک خبرداری جعلي دی، په یو بل ټویټ کې ویلي و چې که څوک د ده په خبره شکمن وي نو دی تیار دی چې ثبوت ورسره شریک کړي.

افغان حکومت تر دې مخکې پاکستان له وسلوالو طالبانو سره په مرسته تورن کړی چې پاکستان یې تورونه په کلکه رد کړي دي خو دا لومړی ځل دی چې د پاکستان پر هوایي ځواک له طالبانو سره د مرستې تورونه لګېږي.

امرالله صالح دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې طالبانو د شورو- چارشنبې په ورځ له پاکستان سره پر پوله پرته د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ برید کړی او د نیولو دعوه یې کړې وه.

د طالبانو له خوا په خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سپین بولدک او چمن تر منځ د پولې پر لویه دروازه د افغانستان د بیرغ پر ځای د طالبانو بیرغ لګېدلی او د سپین بولدک په بازار کې هم ګڼ شمېر خلک د طالبانو بیرغونه په لاس کې ګرځي.

افغان چارواکو نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ رایټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې سپین بولدک ولسوالۍ یې بیرته له طالبانو نیولې ده خو طالبانو یې دعوه رد کړې او وایي چې ولسوالي اوس هم د دوی په لاس کې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG