لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر پاکستاني سیاسي مشرانو ته خطونه لیکلې دي


ملالې د پاره ټول هیواد کې دعاگنې کولی شي
ملالې د پاره ټول هیواد کې دعاگنې کولی شي
د افغانستان صدر حامد کرزي ویلي افغانستان او پاکستان د ترهگرۍ او تندروۍ خلاف باید په مشترکه توگه منصوبه سازي ووکړې او بیا يي عملي کړي.
په ملاله یوسفزۍ د شوې حملې په حقله افغان صدر د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانو ته خطونه لیکلې دي چې پکې د ترهگرۍ خلاف د گامونو اخستلو خبره شوې ده.
افغان صدر لیکلې افغانستان او پاکستان د یو خطرناک دښمن سره مخامخ دي چې د دواړو هیوادونو آئنده د تیاره او جهالت په لوري بوتلل غواړي.
ملاله یوسفزۍ تیره هفته په داسې مهال طالبانو وویشتله چې د سکول نه کور ته روانه وه. هغه دا وخت د پنډۍ په یو پوځي هسپتال کې د علاج د لاندې ده او حالت يي ښه بیانول کیږي. ملاله یوسفزۍ سیمه کې د امن او د جینکو د تعلیم په حق کې غږ پورته کړی وو.
طالبانو په ملاله د حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
افغان او پاکستاني چارواکې وخت په وخت د ترهگرۍ خلاف په مشترکه توگه د کار کولو خبرې کوي. خو دواړه هیوادونه د یو بل خلاف دا الزامات لگوي چې وسله وال ترهگر يي په خاوره موجود دي.
افغان او امریکائي چارواکې وائي طالبان او د طالبانو شورا د پاکستان شمالي وزیرستان او کوټه کې موجود دي او د شمالي وزیرستان مرکزونونه طالبان افغانستان کې حملې ترسره کوي.
پاکستان په خپله خاوره د طالبانو د موجودگۍ خبرې دروي او وائي د سوات سیمې نه تښتیدلې طالبانو د ختیز افغانستان په کونړ او نورستان ولایتونو کې مرکزونه جوړ کړې دي او د هلته نه د پاکستان دننه حملې ترسره کوي.
او په ملاله حملې په لړ کې د جمعې په ورځ پولیس ویلي سوات کې يي یو شمیر مشکوک کسان نیولې دي.
او هم د جمعې په ورځ طالبانو ویلي مشرانو يي څو میاشتې وړاندې د ملالې د وژنې فیصله کړې وه او ددې د پاره يي وسله وال لږلې وو. طالبانو ویلي ملاله غرب پلوه وه چې هغوې غندنه کوله او د هغې د خوښې شخصیت د امریکې صدر براک اوباما وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG