لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان هاکي لوبډله په لاهور کې کیدونکو اسیايي لوبو کې برخه اخلي


د افغانستان د هاکي ټیم په هغه ټورنمنټ کې د برخې اخیستو په هدف د پاکستان لاهور ښار ته رسیدلې چې د اتو اسیايي هیوادونو ترمنځ د روانې اونۍ په پای کې ترسره کیږي.

د خوست ولایت د المپیک امرعزیز ملنګ د اتوار/یکشنبې په ورځ امریکا غږ ډیوې ته وویل چې افغان ملي لوبډله د جمعې په ورځ لاهور ښار ته تر رسیدو وروسته، ۵ ورځنی تمرینات پیل کړي دي.

نوموړي وویل:"د هاکي افغان لوبډله د جمعې په ورځ د پاکستان لاهور ښار ته ورسیده، دوی به هلته ۵ ورځې تمرینات کوي ترڅو هغوی د هاکۍ لوبغالو سره اشنايي او بدلیت پیدا کړي."

عزیز ملنګ وايي له تمریناتي لوبو وروسته د هاکي اسیايي لوبې د افغانستان، پاکستانو قزاقستان، تاجکستان، او نیپال په ګډون د اسیا اتو هیوادونو ترمنځ لس ورځنۍ سیالۍ پیلیږي.

ملنګ زیاته کړه افغان لوبډله پیاوړې او لوبغاړي روزل شوي دي او په خبره یې په دې لس ورځنی سیالیو کې به له نیپالي، تاجک او قزاقي لوبډلو سره د سیالیو ډګرته وځي.

دخوست د المپیک امر وویل:"د اتو هیوادونو ترمنځ د هاکي اسیايي لوبې ترسره کیږيو دا لوبې په دوو ګروپونو ویشل کیږي. افغانستان لوبډله به د تاجکستان، قزاقستان، او نیپال هیوادونو لوبډلو سره لوبه ترسره کوي، او امونږ امیدواریو چې زمونږ لوبډله به د افغانانو لپاره بریا راوړي."

د افغانستان اکثره ښارونه او ولایتونه، د هاکي لوبو دپاره ځای نه لري
د افغانستان اکثره ښارونه او ولایتونه، د هاکي لوبو دپاره ځای نه لري

هاکي لوبه لکه د نورو لوبو په څیر په افغانستان کې تاریخي مخینه لري خو تیرو ۴ لسیزو جګړو یاده لوبه هم اغیزمنه کړې ده.

د المپیک د چارواکو په خبره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ده اکي فدراسیون رامنځته شو او د افغانستان د خوست ولایت نه بغیر، په نورو ولایتونو کې د هاکي لوبو لپاره لوبغالي شتون نه لري.

د خوست د المپیک چارواکو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې په هیواد کې د نورو لوبو په څیر، د هاکي لوبې پراختیا او ودې ورکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي ترڅو د دې لوبې لوبغاړي نور هم پياوړي او د سیمې په کچه د هاکي لوبډله ښه وځلیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG