لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د مسافرو بس او تیلو ټېنکر جنګیدو پېښه کې ۲۱تنه مړه شوي


File Photo
File Photo

د ای اېف پي خبري ادارې تر مخه د افغانستان په هلمند ولایت کې د مسافرو یو لوې بس او د تیلو ټېنکر جنګیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي. په ژوبل کسانو کې د ۱۱ حالت مرګونی ښودل شوی.

د هلمند ولایت چارواکو پخلی کړی چې دغه پېښه نن د اتوار/ یکشنبې په سهر رامنځ ته شوې.

دغه پېښه د هرات - کندهار په لوې سړک د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالې کې پېښه شوې. د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي چې د ګاډو جنګیدو وروسته اوور لګیدلی.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو وزارت په اېکس/ پخواني ټوېټر په یو پوسټ کې ویلي ٫٫ د اتوار په سهر د یو لوې ټېنکر، موټرساېکل او د سورلو بس جنګیدو په پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي.٬٬ د وزارت لخوا په ټولنیزو رسنیو د تباه شوي بس او ټېنکر عکسونه هم خپاره شوي. د چارواکو په وینا امدادي کارکونکو د مرستو تر څنګ د لوې لارې نه د ګاډو ملبه لرې کول پېل کړي.

د هلمند د سړکونو د انتظام ادارې تر مخه د سورلو لوې بس د هرات ښار نه کابل ته په لاره وو چې لومړی د موټر ساېکل سره جنګیدلی. په لومړي ټکر کې په موټر ساېکل سواره دواړه کسان مړه شوي. د دغې ټکر وروسته د بس ډراېور نه ګاډې بې قابو شوی او د مخالف اړخ نه راروان د تیلو ټېنکر سره جنګیدلی او بیا دواړو ګاډو اوور اخستی. دغه ټېنکر د قندهار نه هرات ته په لاره روان وو.

د تیلو په ټېنکر کې درې تنه او په بس کې ۱۶ مسافر مړه شوي. په افغانستان کې د تیلو د ټېنکر د جنګیدو بله خونړۍ پېښه په کال ۲۰۲۲م کې شوې وه. کله چې په سالنګ دره کې د یو ټېنکر اوښتی او بیا پکې اوور لګیدلی وو. په دغه پېښه کې ۳۱ کسان مړه شوي او ګڼ نور سوځیدلي وو.

په افغانستان کې د خرابو سړکونو، د ټریفکي قوانینو نشتوالي او بې پامه ګاډي چلول په سړکونو د حادثو لوې علتونه دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG