دا به افغان لوبغاړي وروسته ووايي خو د سری لنکا او افغانستان ترمنخ د نننۍ لوبې پوهانو په ټیلي ویژن د تبصرې په وخت دا شک کړی وو چې په میدان ولاړ او پوېلین کې ناست افغان لوبغاړي ګویا که خبر دي چې دوي دا لوبه په ۳۷.۴ اوورونو کې په ۲۹۵ رنزونو جوړولو هم ګټلی شي.
د افغان لوبډلې د بېټنګ وار/ اننګز په وخت تبصره کونکو ویل، که افغانستان په ۳۷.۱ اورونو کې ۲۹۲ رنزونه جوړ کړي نو د ټورنامنټ دوېم پړاو ته وتلی شي. خو کله چې په یاد ټاکل شوي حدف کې مجیب الرحمان اوټ شو نو بیا د ټورنامنټ دویم پړاو ته د اوړیدلو لپاره حدف په ۳۷.۴ اورونو کې ۲۹۵ منډې کول وو.
د افغان لوبډلې اخیري لوبغاړي فضل حق فاروقي د نوي چانس لومړي دوه بالونه وه نه لوبول او په دریم بال وسوځیدو. د وکټ بل سر ته ولاړ راشد خان هم دغه شان بېټ په لاس پاتې شو.
د لوبې ګټلو او په ټورنامنټ کې د پاتې کیدو لپاره د دویم چانس درې واړه بالونه د کرکټ په ژبه کې فلټاس بالونه وو. د لومړي بال په اړه خو تبصره کونکو وویل چې دغه بال (جوسي فلټاس) وو – معنی یې دا وه چې فضل حق فاروقي باېد دغه بال لوبولی وو.
کله چې د رنزونو حدف ۲۹۲ وو نو په اخیري بال (۳۷.۱) درې منډو ته اړتیا وه او چې کله دا چانس خطا شو نو په نوي فرصت کې په څلورو بالونو پینځو منډو/ رنزونو ته اړتیا وه. خو دغه اسان حدف د ډیر فشار لاندې اخیري افغان لوبغاړو ترلاسه نه کړی شو.
د لوبې د ۳۰م اوور نه تر ۳۷م اوور پورې داسې برېښېدل چې افغانستان به دا لوبه ډیره په اسانه وګټي او دویم پړاو ته به لاړ شي.
د ګټلو دا هیلې یا امید لومړی د محمد نبي او حشمت الله ښه بېټنګ، بیا کریم جنت او نجیب ځدران او د هغوي د سوځیدو وروسته د راشد خان پرله پسو څلوریزو ژوندی ساتلی وو.
که د تبصره کونکو دا شک رېښتیا وخیژي چې ګنې افغان لوبغاړي د لوبې ګټلو او د ټورنامنټ دویم پړاو ته اوړیدو لپاره د دویم چانس یعنې په ۳۷.۴ اورونو کې ۲۹۵ رنزونو کولو نه ناخبره دي نو دا به په افغان لوبغاړو نیوکې زیاتې کړي.
د لوبې دغه اخیرو شېبو کې نه دواړه بېټسمینان (راشد خان او فضل حق فاروقي) د یو بل سره نژدې په صلاح مشوره او نه دوي ته د پوېلین نه کومه اشاره/ یا لارښود ورکول لیدل شوي.
اخیرو شېبو کې د محمد نبي ۶۵ او د حشمت الله شاهیدي ۵۹ منډو د افغانستان لپاره دا مهمه لوبه د ګتې لور ته وه نه وړل شوه.
Forum