د ناټو او امریکه په ګډون د نړۍ یو شمېر هیوادونو ویلي دي په کابل کې تازه حالات له نزدې څخه څاري.
ناټو
په کابل کې به سفارتي کارونه روان وي. کابل ته د طالبانو د ننوتلو ورستود ناټو یو چارواکي ويلي دي چې هلته به یې سفارتي مشن موجود وي.
چارواکي رایټرز خبري ادارې ته ويلي دي “ناټو د د تازه پرمختګونو جاج اخلي”
ناټو وايي د خپلو کارکونکو امنیت ساتل یې لومړنی هدف دی.
پاکستان
پاکستان وايي په کابل کې تازه وضع له نزدې څخه څاري.
د پاکستاني چارواکو تر مخه په افغانستان کې د خپلو وګړو او سفارتي عملې د خوندي ساتلو څار کوي.
“پاکستان په افغانستان کې د بدلېدونکې وضعې له نزدې څارنه کوي، پاکستان به په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي د عمل ملاتړ روان ساتي”
ایران
ایران وايي له افغانستان د کډوالو د ورننوتلو په خاطر یې د افغانستان سره په پوله یې په درې صوبو کې یې عارضي خېمې جوړې کړي دي.
ترکيه
ترکي ویلي دي په افغانستان کې د ثبات ساتلو په خاطر د پاکستان سره په ګډه کار کوي. ترکي وايي د طالبانو په افغانستان کې د حملو نه ورستو دافغانانو کډوالي یو مهم پړاو دی.
صدر طیب اردوان وايي د ایران د لارې افغان کډوال تر کیه د رسېدلو کوښښ کوي.
سپین
سپین وايي تر اوسه یې له کابله خپله عمله، تر جمانان او نور کمک کونکي نه دي وښکلي خو وس دغه کار ګړندی کوي.
د سپېن د دفاع چارو وزارت وايي د خپلو وګړو له کابله د وښکلو کار به وس ډېر تېزوي.
امریکا
د امریکا صدر جو بایډن وايي د ده د سفارتي، پوځي او استخباراتي ډلو د وړاندیزونو په اساس یې په افغانستان کې د 5,000 امریکایي پوځیانو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.
ښاغلی بایډن وایي دغه پوځیان به له افغانستانه د امریکایي او اتحادي ځواکونو او همدارنګه د دوی د افغان همکارانو په منظم او خوندي را وتلو کې مرسته کوي.