لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پوځ پخواني افسر اسد منير په خپل کور کې مړ موندل شوی


د پاکستان د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) او (اېم ايي) پخواني لوړ پوړي چارواکي بريګيډئير(ر) اسد منير مړی د هغه په کور اسلام اباد کې ترلاسه شوی دی.

د پاکستان د ځايي ميډیا ترمخه د اسلام اباد د سيکرټريټ تاڼې پوليس ویلي، دا د ځان وژنې/ خودکشۍ پېښه ده او د خودکشۍ د مادې لاندې به مقدمه درج کولی شي.

د اسد منير د مړينې خبر د هغې لُور په ټويټر ورکړی ؤ.

په ټولنيزو رسنيو يو داسې خط هم چليږي چې په څرګنده د اسدمنير لخوا د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ته ليکل شوی او ورته پکې ويل شوي چې د احتساب قامي ادارې (نېب) د هغه پرضد بې اثاثه مقدمه جوړه کړې ده.

په دې خط کې ليکل شوي چې "زه ځان وژنم/خودکشي کوم چې د سپکاوي نه ځان بچ کړم".

په خط کې چيف جسټس ته خواست شوی چې د نېب د چارواکو خبر واخلي چې کوم بل حکومتي چارواکي ته داسې سزا ور نه کړی شي چې هغه کوم جرم نه وي کړی.

په سوشل ميډيا دغه خط ګڼو خلکو خپور کړی او د نېب په اداره یې ورسره سخت ټکونه کړي دي.

ژورنالسټ طلعت حسېن په ټويټر ويلي، "د نېب بل ښکار. ريټايرډ بريګيډيئر د دفاع او سياسي چارو کار پوهه اسد منير د کورني سرچينو ترمخه هغه د نېب د چارواکو د سپکاوي او خپل عزت ساتلو دپاره خودکشي وکړه. د دې نه بله غټه د شرم خبره شته".

اسد منير به د وي او ای ډیوه سره هم د دفاعي او قبايلي چارو د کار پوهه په حېث خپل نظر شريکولو.

د پيپلز ګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر په ټویټر په څرګند ډول د اسد منير د خط هغه خبره کړې چې هغه پکې د چيف جسټس نه غوښتنه کړې چې د نېب خبر واخلي.

نوموړي ويلي د دغه پېښې د پلټنو دپاره به کوم تن د خپل عزت په خاطر د خپلې چوکۍ څخه استعفا ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG