لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر طالبانو سره د خبرو او ایران په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې


د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني
د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني

ایران په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په ضرورت ټېنګار کړی، قطر د نړیوالې ټولنې نه غوښتلې چې د پابندیو په ځای دې طالبانو سره روابط جاي وساتل شي او ترکي ویلي افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.

د افغانستان په اړه دغه خبرې د قطر امیر او د ایران او ترکي صدرانو د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په 76 کلیزه غونډه کې وکړې چې د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې شروع شوه.

ابراهيم رييسي
ابراهيم رييسي

د ایران صدر ابراهیم ريیسي وویل که چېرې په افغانستان کې داسې ټول شموله حکومت رامنځته نشو چې ټول قومونه پکې برخه ولري نو په ملک کې امنیت نشي راتللی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، ایراني صدر وویل امریکا د افغانستان نه وتلي نه ده بلکې وېستل شوي ده.

د ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وېنا کې د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني طالبانو سره د خبرو دوامداره ساتلو په ضرورت ټنېګار وکړو ځکه چې د هغه په قول بندیزونه اختلافات پېدا کوي او "مکالمه مثبتې نتېجې راوړلی شي."

د قطر امیر وویل د افغانستان مسله د ګټې او د شکست نه بلکې دا د بهر نه د سیاسي نظام د ورتپلو د ناکامۍ مسله ده.

د قطر امیر وویل طالبانو سره د مذاکراتو وروسته افغانستان نه د وتلو د امریکې فېصله د افغانستان دپاره انتهايي اهم پړاو دی.

قطر د دواړو، امریکې او طالبانو سره ښه تعلقات لري او د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو کوربتوب کړی دی او د دواړو خواو ترمنځ د امن معاهده هم په دوحه کې لاس لیک شوي ده. د کال 2013 راهسې طالبان په دوحه کې دفتر هم لري.

شېخ تمیم بن حمد الثاني وویل په افغانستان کې ترلاسه شوي ګټي په ځای ساتلو دپاره به د همکار ملکونو سره رابطې جاري ساتي.

کابل ته د طالبانو د ورسېدو نه وروسته قطر د افغانستان نه د زرګونو په شمېره کې کسانو په راوېستلو کې هم مرسته کړې ده.

رجب طیب اردوان
رجب طیب اردوان

د ترکي صدر رجب طیب اردوان ملګرو ملتونو ته خپل تقریر کې وویل که سیاسي بهیر هر ډول وي خو افغانستان د نړیوالې ټولنې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري.

د ترکي صدرامید څرګند کړو چې په افغانسان کې به زر تر زره امن او ثبات په ځای شي او افغان ولس په ارام ومومي.

د افغانستان په ګاونډ کې د مرکزي اېشیا ملکونه تشویش لري چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ دلاسه به د دوی ملکونو ته کډوال ورتګ شروع کړي او تندروي به د افغانستان نه د دوی سرحدونو ته ورشي.

شوكت مرزایو
شوكت مرزایو

د ازبکستان صدر شوکت مرزاېیو په ریکارډ شوي بیان کې د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل په ورستیو ورځو کې یې افغانستان ته د تېلو او د نورو بنیادي شیانو لېږلو دپاره پوله پرانېستلي ده او افغانستان ته یې بجلي هم ورکول شروع کړي دي.

هغه وویل افغانستان سره د نړیواله همکاري بهتر کولو دپاره پکار ده چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي یوه مستقل کمیټي جوړه کړي.

کابل ته د طالبانو د ورسېدو وروسته ملګرو ملتونو د افغانستان نه یو سل خارجي کارکوونکي قزاقستان ته منتقل کړي دي.

غلام اسحاق زی
غلام اسحاق زی

د قرغزستان صدر صدر ظفرو وویل ملګري ملتونه په بېشکېک کې عارضي دفتر پرانېستلی شي او په افغانستان کې مېشته د قرغز قوم زدکوونکو دپاره یې د قرغزستان په یونېورسټیو کې پنځه سوه چوکۍ بېلې کړي دي. هغه امید څرګند کړو په افغانستان کې به زر امن او ثبات په ځای شي.

د وي او ای رپورټ وايي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر غلام اسحاق زي د خپل ملک په اړه دغه خبرې اورېدلی. رپورټ وايي هغه د جولای په میاشت کې د پخواني صدر اشرف غني په حکومت کې ګمارل شوی و او په سوشل میډیا د طالبانو په ضد خبرې کوي. خو طالبانو د اسحاق زي په ځای په قطر کې د خپل دفتر ترجمان سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د استازیتوب دپاره نامزد کړی دی.

سهېل شاهين
سهېل شاهين

د ګل، دوشنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو ترجمان وویل د ملګرو ملتونو مشر په دې اړه د طالبانو خط ترلاسه کړی دی چې پکې دا هم وېل شوي دي چې طالبان د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موجوده غونډه کې هم برخه اخیستل غواړي.

د وي او ای رپورټ ترمخه ټاکل شوي ده چې په جنرل اسمبلۍ کې به افغانستان د دې میاشت په اووېشتمه نېټه وېنا کوي او داسې ښکاري چې دغه وېنا به اسحاق زی وکړي ځکه چې هم هغه داوخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان منل شوي استازی دی او داسې نه ښکاري چې د سهیل شاهین اسناد به د دغه وخت نه وړاندې منظور کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG