لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنګله دېش کې د لیکوال د مرګ په سر په څلورمه ورځ هم احتجاجونه وشول


د ملګرو ملتونو د انساني حقونو مشرې مېشېل باچيلی د ګل، دوشنبې، په ورځ د بنګله دېش نه وغوښتل چې د مشتاق احمد د مرګ دې په شفافه توګه تحقیقات او په ډي اېس ای قانون کې دې ترمیم وکړي
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو مشرې مېشېل باچيلی د ګل، دوشنبې، په ورځ د بنګله دېش نه وغوښتل چې د مشتاق احمد د مرګ دې په شفافه توګه تحقیقات او په ډي اېس ای قانون کې دې ترمیم وکړي

د بنګله دېش په سرښار ډهاکه کې قریباً ۳۰۰ کسانو په څلورمه ورځ هم په قید کې د یو لیکوال د مرګ په سر او د ډېجېټل سکیورټي یا امنېټ د یو قانون په ضد احتجاجونه وکړل. احتجاج کونکي وايي د کال ۲۰۱۸ دغه قانون د سیاسي مخالفینو خلاف استعمالیږي.

احتجاج کونکي په زندان کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مصنف مشتاق احمد مرګ وژنه بولي او د غوښتنه کوي چې ډېجېټل سکیورټي اېکټ نومې قانون، ډي اېس ای، دې ختم کړی شي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه په ډهاکه کې مظاهره چیانو د کورنیو چارو وزارت په لورې لاریون کولو خو پولیس د هغه ځای نه ۱۰۰ مېټره لېرې ودرول چېرته چې د حکومت د زیاترو وزارتونو دفترونه موجود دي.

د ډهاکه ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه ۵۳ کلن لیکوال مشتاق احمد تېر کال د می په میاشت کې پولیس پس له هغې ګرفتار کړو چې په فېس بک یې د کرونا وایرس په اړه د وزیراعظمې شیخ حسینه واجب د تګلارې په اړه پوسټونه ولیکل. هغه به هغو سلګونو کسانو کې شامل وو چې د ډي اېس ای قانون دلاندې نیول شوي وو.

مظاهره چیانو د هغو کسانو د ازادۍ غوښتنه هم کوله چې د احتجاجونو شروع کېدو نه پس نیول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو مشرې مېشېل باچيلی د ګل، دوشنبې، په ورځ د بنګله دېش نه وغوښتل چې د مشتاق احمد د مرګ دې په شفافه توګه تحقیقات او په ډي اېس ای قانون کې دې ترمیم وکړي.

مېرمن پاچيلی وویل د ډي اېس ای قانون دلاندې نیول شوی مشتاق احمد او نور هغه کسان دې ازاد کړی شي چې د رای د ازادۍ حق یې استعمالولو.

ای اېف پي وايي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د مشتاق احمد د مرګ په سر مظاهره کې یو شمېر مظاهره چیان په داسې حال کې زخمیان شول چې پولیس په ضد د اوښکو ګېس او د ربړ ګولۍ استعمال کړې.

Recommended

XS
SM
MD
LG