لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د کال ۲۰۲۵ دپاره د اووه اشاریه درې ټرېلین ډالرو بجټ تجویز کړی


د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نیوهېمپشر ریاست ته د تګ په موقع بایډن د مجوزه بجټ په اړه وویل چې په دې کې په شته منو امریکایانو د ټېکس زیاتولو وړاندېز شوی دی
د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نیوهېمپشر ریاست ته د تګ په موقع بایډن د مجوزه بجټ په اړه وویل چې په دې کې په شته منو امریکایانو د ټېکس زیاتولو وړاندېز شوی دی

د امریکې صدر جوبایډن د کال ۲۰۲۵ دپاره د اووه اشاریه درې ټرېلين ډالرو په بجټ کې د خپل حکومت د اخراجاتو ترجیحات وړاندې کړل خو دا خبره ډېر کم امکان لري چې د سیاسي اختلافاتو ښکار کانګرس به د بایډن بجټ منظور کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې نیوهېمپشر ریاست ته د تګ په موقع بایډن د مجوزه بجټ په اړه وویل چې په دې کې په شته منو امریکایانو د ټېکس زیاتولو وړاندېز شوی دی.

بایډن په نوي بجټ کې د صحت د خېرښېګړې او د زیات عمر خلکو دپاره د پېنشن ذکر هم وکړو او ويې وېل پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په سوشل سېکیورټي او د صحت د خېرښېګړې په پروګرام کې د کمي خبره کړې ده. بایډن زیاته کړه چې هغه به هېڅ کله هم په دغو پروګرامونو کې کمی و نه کړي.

د اکتوبر په میاشت کې شروع کېدونکي نوي مالي کال دپاره خپل بجټ کې بایډن د ډېموکرېټېک پارټۍ د زیاترو غړو د خواهشاتو سره سم په شه منو کمپنو او افرادو ټېکس د زیاتولو او د کم او د متوسط امدن امریکانو دپاره په مرسته کې د اضافې وړاندېز کړی دی.

د صدر د تجویز ترمخه، په کمپنیانو یا د کارپورېټ ټېکس شرح به د ۲۱ فیصد نه ۲۸ فیصد ته زیاته کړی شي، هغه امریکایان چې هر کال د ۴۰۰۰۰۰ نه زیات امدن ګټي په هغوی به ټېکس زیات کړی شي او هغه امریکایان چې د ۱۰۰ مېلین ډالرو نه زیات دولت لري هغوي به لږ تر لږه ۲۵ فیصد ټېکس ورکوي.

بایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ د نیوهېمپشر غونډې ته وېنا کې ځان د سرمایه دارانه نظام یا کېپيټلېسټ نظام حمایتي وبللو او ويې وېل هر څوک چې څومره غواړي پېسې دې وګټي خو د خپلې برخې منصفانه ټېکسونه دې هم ادا کوي.

بایډن دا هم وویل غواړي چې په دوا ساز کمپنو د ځینو دوایانو قیمتونه کمولو دپاره د حکومت اختیار زیات کړي. په امریکا کې ځینې دوایاني د نورو ملکونو په مقابل کې ګرانې دي.

د وایټ هاوس د بجټ چارواکي وايي مجوزه بجټ به په اینده لسو کلونو کې د حکومت د بجټ خساره کې د درې ډرېلین ډالرو کمی وکړي. د دې له امله به د امریکې د حکومت د قرض رفتار کم خو ختم نه شي. د حکومت د قرض مالیت څلوردېرش اشاره پينځه ټرېلین ډالرو ته رسېدلی دی.

د بجټ د ټولو نه اهمه برخه دفاع ده. د دفاعي چارو چارواکي وايي په دفاعي بجټ کې دومره اضافه نه ده شوې څومره چې ګراني ده.

د رېپبلېکن پارټۍ غړو د بایډن د بجټ په تجویز تنقید وکړو. په عمومي توګه ريپبلېکنز په تېکسونو او د حکومت په اخراجاتو کې د کمي حمایت کوي.

د کانګرس د هاوس سپیکر مایک جانسن، په هاوس کې د اکثریتي ريپبلېکن پارټۍ د غړو مشر سټيو سکلیز، ټام اېمر او د ريپبلېکن کانفرنس مشرې الیس سټېفانېک د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل مشترکه بیان کې وویل د بایډن مجوزه بجټ یوه داسې تګلاره ده چې د امریکې زوال به ګړندی کړي.

په بیان کې وېل شوي چې په خوازيکښو امریکایانو د ګرانۍ او د زیاتېدونکي قومي قرض بار پروت دی خو بایډن به یې درد نور هم زیات کړي، اضافي ټېکسونه به پې ولګوي او خپله د ګس (چپ) لاس تګلاره به په وړاندې بوځي.

د تېر زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هاوس ريپبلېکنز خپل مالي تجویز وړاندې کړو چې په کې په اینده لسو کلونو کې د وفاقي حکومت په اخراجاتو کې د ۱۴ ټرېلين ډالرو کمی تجویز شوی. د اخراجاتو په مجوزه کمي کې د صدر بایډن د خوښې دوه پروګرامونه هم شامل دي. یو د صفا توانای منصوبه او بله د طالب علمانو د قرضونو معافي.

وایټ هاوس ویلي دغه تجویز د عملي کېدو وړ نه دی.

ټرمپ چې د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د بایډن مخالف او د ريپبلېکن پارټۍ متوقع امیدوار ګڼل کېږي، د ګل، دوشنبې، په ورځ د سي اېن بي سي ټېلې وېژن سره مرکه کې يې د اقتصاد په اړه خپل تجاويز وړاندې کړل.
هغه وویل د ټېکس هغه مراعات چې په کال ۲۰۱۷ کې د هغه حکومت شروع کړي وو او په اړه يې دا ګمان کېدو چې زیاته ګټه شته منو امریکایانو ته رسوي، د دې موده به د کال ۲۰۲۵ نه وروسته بیا وغځوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG