لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: "د دوو کالو وزيراعظمۍ نه مې انکار کړی"‏


Bilawal Bhutto Zardari
Bilawal Bhutto Zardari

پاکستان کې د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو وروسته د حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي، "ماته ‏ويل شوي چې اولني درې کاله مونږ له راکړه او وروستي دوه کاله تاسو وزيراعظم جوړ شئ، ما د دغې خبرې نه انکار کړی ".‏

بلاول بټو زرداي د سيند صوبې په ټهټه ضلعه کې يوې جلسې ته په وينا کې دغه خبره کړې، د چا نوم یې نه دی اخستی چې چا ورته ویلي دي، خو د ‏پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن ګوند ترمنځ په مرکز کې د ګډ حکومت جوړولو خبرې روانې دي.‏

او د بلاول د بيان وروسته پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ويلي، د دواړو ګوندونو ترمنځ خبره شوې وه چې د جوړو شوو رابطه کارو کمېټيانو کوم غړی يا مشر ‏به د خبرو په وخت په دغه اړه کومه بيان بازي نه کوي.‏

په اېکس (پخواني ټویټر) خپور بيان کې مسلم ليګ ن ګوند ويلي، "د فريقېنو ترمنځ ختمي خبرې نه دي شوي د مشورو څلور دورې شوي او پينځم نشت نن ‏د ګل/دوشنبې په ورځ ټاکل شوی، مهم پرمختګ کېدی شي".‏

بلاول ويلي، "داسې انتخابات شوي چې هر څوک احتجاج کوي، که چا ګټلې هغه هم احتجاج کوي او که چا بايللې هغه هم"، هغه ويلي د دوی سره هم ‏ګډوډي شوې ده خو دوی د پاکستان بچ کولو فېصله کړې ده.‏

هغه زياته کړې، په ‏‎1977‎‏ کې هم چې ذوالفقار علي انتخابات ګټلي وو اول د درغلۍ تورونه لګول شوي او بيا چې تحریک وچلېدو، جمهوري نظام د مينځه ‏لاړو او بيا مونږ لس کاله د جنرل ضيا د امریت سره مخ شو، نن بيا هغه ډول خبرې کيږي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند په خپل ځای دعوې کوي چې د قومي اسمبلۍ تر ټولو زياتې څوکۍ يې ګټلي، خو درغلي ورسره شوې او نتيجې یې بدلې ‏شوي او احتجاجونه کوي.‏

پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دعوه کوي چې په مرکز او پنجاب صوبو کې به حکومتونه جوړوي.‏

پاکستان مسلم ليګ ن ګوند د وزیراعظم د څوکۍ دپاره شهباز شریف نومولی دی.‏

بلاول بټو زرداري ویلي، "زمونږ نه ووټونه غوښتل شوي خو وزراتونه نه اخلو د ولس ګټې ته به ګورو او د صدر امېدوار به اصف علي زرداري وي".‏

اصف علي زرداري د بلاول بټو زرداري پلار، د پيپلز ګوند شريک مشر دی او وړاندې هم صدر پاتې شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG