لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان نوی حکومت به د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي: بلومبرګ


الیاس خان:

د نړۍ د اقتصاد او تجارتي خبرونو او څیړنو نړیوالې ادارې بلومبرګ په خپل یو تازه رپورټ کې لیکلي د پاکستان ښکته شوی اقتصاد او د زرمبادله په ذخیرو کې کمۍ د لاسه به د عمران خان نوی حکومت د سختو اقتصادي چلینجونو سره مخ کیږي.

د بلومبرګ د رپورټ تر مخه دا وخت د پاکستان تجارتي خساره ۳۶ بېلینه ډالره او مالي خساره ۱۸ بېلینه ډالره ده. د دغه هیواد د زرمبادله زخیرې کمې شوي دي چې له امله يې سټېټ بینک یا قامي بینک د دسمبر میاشتې را په دېخوا څلور وارې د ډالر په مقابله کې د روپې بېعه ټیټه کړې او پکې ۱۹ سلنه کمی لیدل شوی.

د دغه رپورټ تر مخه ګڼ شمیر اقتصاد پوهان ګڼي که د عمران خان حکومت د ایي اېم اېف یا پنګو نړیوال فنډ نه قرضونه اخلي نو ورسره به د هیواد مالي خساره کمه شي خو په اقتصاد به ډیر بد اغیز پریوځي.

د پاکستان د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه سلمان شاه وي او ای ډیوه ته وايي د نوي حکومت سره د ايي اېم اېف نه د قرضد اخېستو نه علاوه بله لار نشته.

٫٫ نوي حکومت له پکار ده چې نورې قرضې واخلي، د هیواد اقتصاد په بد حال دی. دا بدحالي نوره سېوا کیدی هم شي او ښه کیدلی هم. حکومت له به په خپلو ادارو کې په لویه کچه اصلاحات کول وي. ٬٬

یو شمیر اقتصاد پوهانو بیا اندېښنه څرګند کړې د پنګو نړیوال فنډ به دا وارې پاکستان ته نوره قرضه د سختو شرطونو لاندې ورکوي. او امکان څرګندوي کیدی شي د حکومت نه د ادارو شخصي کولو (پراېوټاېزیش)، د ټیکس یا ما لېې نظام کې اصلاحات راوستل او د ټیکسونو نظام غځول شامل وي. خو د غه هر څه به د عمران خان نوي حکومت ته عملي کول اسانه نه وي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د پاکستان امکاني نوی وزیراعظم ګڼل کیږي، د انتخاباتو وروسته قام ته خپله وینا کې ویلي ٫٫ د پېغمبر حضرت محمد (ص) د مدینې د ریاست په مثال د فلاحي یا د خېر ښیګړې ریاست په نمونه به خپل حکومت جوړوي.٬٬

نوموړي په خپله وینا کې د دغه ریاست عملي کولو لپاره ویلي وو چې د حکومت انداز به ښه کوي، د اولس په ژوند کې به څوکالي راولي، د بډو رشوتونو مخه به نیسي، د مالېې یا ټېکسونو نظام به قوي کوي، په حکومتي کچه به سادګي راولي او کروړونو خلکو ته به د روزګارلپاره تګلاره جوړوي. خو نوموړي په خپله وینا کې دا نه وي ویلي چې دغه هر څه به څنګه کوي.

د عمران خان په پي ټي ايي ګوند مخالفین دغه تورونه لګوي چې د اولس سره کړې زیات تره ژمنې یواځې د ویناګانو د حده پورې وي، او په عملي توګه هیڅ هم په نظر نه راځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG