د موسمیاتو نړیوالې ادارې ورلډ میټیرولوجیکل ارګنایزېشن (WMO) ویلي، سره له دې چې د خوندیتوب تدابیر د طبیعي افتونو لکه د لاس اینجلس د ځنګلونو اور، مخه نه شي نیولی، خو دا تدابیر د ژوند ژغورنې او د مالونو د زیان کمولو په برخه کې مرسته کولای شي.
په جنیوا کې د خبریالانو سره د یوې ناستې پر مهال د WMO ویاندې کلیر نولي وویل چې د خوندیتوب تدابیر د اور له امله د رامنځته شویو زیانونو په کمولو کې کلیدي رول لوبوي، او د خلکو د ایستلو لپاره پلانونه د انساني ژوند ژغورنې لپاره ډېر مهم دي.
هغې ټینګار وکړ چې د طبیعي افتونو د بدو اغېزو د محدودولو لپاره د مناسب ایستلو پلانونه او له مخکې د خبرداري ورکولو سیستمونه ډېر اغېزناک دي.
د روانې اونۍ په مهال د لاس اینجلس په بېلابېلو سیمو کې د تباه کوونکي ځنګلي اور له امله ۱۰ کسان مړه شوي او له لسو زرو څخه ډېرې ودانۍ سوځېدلې دي.
اندېښنه شته چې د اور څخه د اغېزمنو سیمو د پاکولو پر مهال ښايي نور مړي هم وموندل شي.
په لاس اینجلس کې وچې او تېزې هوا یا بادونو د اور په چټک خپرېدو کې مرسته کړې.
په جنیوا کې د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د موسمیاتو نړیوالې ادارې ویاندې کلیر نولي وویل چې د خطراتو لپاره مخکې له مخکې د خبرداری ورکولو سیستم ګټور تمام شو.
هغې زیاته کړه، "تاسې پوهېږئ چې دې سیسټم خلکو ته د اور ځپلو سیمو څخه د وتلو، د هغوی د ژوند ژغورلو او د مالي زیانونو کمولو کې مرسته وکړه."
د لاس اینجلس د اور په اړه ډبلیو ایم او ویلي چې په دې کې د چټکو بادونو تر ټولو لوی رول و. بادونه د حرارت درجې په لوړولو کې مرسته کوي ځکه چې دا ځمکه او بوټي وچوي.
ډبلیو ایم او وايي چې د ځنګل د اور په خپرېدو کې هغه عوامل شامل دي لکه د هوا د نمي کمښت، د ونو، بوټو او واښو وچوالی. دا عوامل نېغ په نېغه د اقلیم د بدلون او د ځمکې د حرارت درجې له زیاتوالي سره تړاو لري.
ویاندې نولي وویل چې که څه هم هر طبیعي افت د اقلیم د بدلون له امله نه وي، خو شواهد ښيي چې د اقلیم بدلون د ډېرو طبیعي افتونو د امکان او شدت د زیاتوالي سوب ګرځېدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې ډاکټره مارګرېټ هیریس د ځنګلي اور د یو بل زیان اړونکي اړخ په اړه وویل چې د اور لوګی د هوا ککړتیاوې زیاتوي.
په دې ککړتیاوو کې یوه ماده PM 2.5 ده، چې ډېرې نازکې ذرې دي او د لوګي په ککړتیا کې شاملې دي. دا ذرې د انسان روغتیا ته ډېر زیان رسوي او د سږو په داخل کې د روغتیايي زیانونو سبب کېږي.
هغې زیاته کړه چې PM 2.5 ذرې د سږو، زړه، دماغ او عصبي سیسټم په ګډون په ډېرو نورو ناروغیو کې د زیاتوالي سوب کېږي او کله ناکله د وخت له مخکې د مړینې لامل ګرځي.
هغې وویل چې دا ذرې د اور وژونکو او د بیړنیو خدماتو کارمندانو ته ځانګړې زیان رسوي، د هغوی فکري وړتیاوې او حافظه اغېزمنوي. لوګی د اور وژونکو او بیړنیو خدماتو لپاره ډېر خطرناک دی.
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې په ټوله نړۍ کې هر کال ۴.۲ میلیونه مړینې د هوا له ککړتیا سره تړاو لري.
راپور وايي چې د نړۍ ۹۹ سلنه وګړي د هوا د ککړتیا له هغه کچې سره مخ دي چې د WHO لخوا ټاکل شوي خوندي معیار څخه لوړه ده.
(وی او اې نیوز)
Forum