لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپنجاب ګوښه کړل شوی ګورنر وایي دعمران خان حکومت پرې دغیراییني ګامونو لپاره فشار اچولی ؤ


داتوار په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې ګوښه کړل شوي ګورنر چوهدري سرور ویلي دعمران خان حکومت لخوا دغیراییني اؤ غیرقانوني ګامونو پورته کولو څخه په انکار هغه له خپل منصب نه لرې کړل شوی دی.

نوموړي تر ګوښه کیدو وروسته لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته دعمران خان حکومت پرې دشپې تیاره کې غیراییني کارونه وکړل اؤ بیا یې دشپې تیاره کې له اقتداره لرې کړو

هغه ویلي دهیواد ددفاع وزیر پرویز خټک ورته په دې وروستیو کې د وزیراعظم عمران خان په مخکې ویلي وؤ چې دپنجاب اسمبلۍ غونډه باید په دویم اپریل راوغواړې خو وایي ده ورته انکار کړی ؤ چې غونډه به داییني تقاضو پوره کولو وروسته راغواړي.

نوموړی وایي بیا یې هم په نه زړه دحکومت لپاره دشپې په تیاره کې غیراییني ګام اخستی ؤ اؤ حکومت هم هغه دشپې په تیاره کې له څوکۍ لرې کړو.

پاکستان کې د روان سیاسي اړي ګړي په ترڅ کې مرکزي حکومت نن دهیواد دترټولو لویې صوبې پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور په داسې حال کې له خپلې څوکۍ لرې کړی چې ددغه صوبې وزیراعلا له مخکې استعفا ورکړې .

نن داتوار په ورځ دپنجاب دنوي وزیراعلا ټاکنې لپاره دصوبایي اسمبلۍ رابلل شوې غونډه داړي ګړي له امله شپږم اپریل ته ځنډول شوې ده.

مرکزي حکومت دچوهدري سرور دخپلې عهدې نه دلرې کولو علت نه دی ښودلی خو پاکستاني رسنۍ وایي هغه دپنجاب صوبې د اعلا وزارت د کاندید چوهدري پرویز الهي په نیوکو له خپل منصبه اخوا کړل شوی دی.

رسنۍ وایي چوهدري پرویز الهي وزیراعظم عمران خان ته ګیله کړې ده چې داعلا وزارت په کیدونکې ټاکنه کې ګورنر دپردې ترشا داپوزیشن دملاتړو غړو سره تماسونه لري اؤ نه غواړي چې پرویز الهي باید وزیراعلا وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دپنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار هم تیره اوونۍ له خپلۍ عهدې استعفا ورکړې وه اؤ ټاکل شوې ده نن دهغه په خالي شوې څوکۍ دپنجاب اسمبلۍ دننه نوې ټاکنه کیږي.

دې ټاکنې ته دپنجاب اسمبلۍ اسپیکر چوهدري پرویز الهي اؤ دغه اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر حمزه شهباز کاندیدان دي.

داپوزیشن ډلو لخوا دعوه شوې ده چې پنجاب اسمبلۍ کې ورته اکثریت ترلاسه دی اؤ په اسانه خپل وزیراعلا وټاکي.

پنجاب اسمبلۍ کې دحکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف یو شمیر غړي دخپل ګوند نه مرور شوي اؤ خپلې بیلابیلې ډلې یې جوړې کړي دي.

دحکومتي ګوند نه مرورې دعلیم خان ډلې تیره ورځ اپوزیشن ډلو ته باور ورکړی چې د وزیراعلا په څوکۍ به حمزه شهباز ته رایې ورکوي.

علیم خان د خالي په ورځ دحمزه شهباز سره تر لیدنې وروسته ویلي وؤ چې دده دډلې نهه غړي به حکومتي کاندید چوهدري پرویز الهي ته خپلې رایې ورنکړي

تر دې وړاندې دحکومتي ګوند دمرورو غړو یوې بلې ډلې چې مشري یې جهانګیر ترین کوي هم داپوزیشن ډلو دکاندید حمزه شهباز دملاتړ اعلان کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG