لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین له ووهان ښاره افغان محصلان به له بېړني حالته وروسته راوویستل شي


د افغانستان د صحت وزیر، ډاکټر فیروزالدین فیروز
د افغانستان د صحت وزیر، ډاکټر فیروزالدین فیروز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د چین ووهان ښار کې میشت د ۴۱ افغانو محصلانو (طالب علمانو) روغتیايي حالت ښه دی او د کرونا وایرس څخه د بچ کیدو لپاره په خوندي ځای کې ساتل کیږي.

د صحت وزیر فیروزالدین فیروز نن د اتوار/یکشنبې په ورځ، له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي وروسته له هغې چې چین په ووهان ښار کې اعلان شوی بیړنی حالت بېرته ختم کړي، د افغان محصلینو د انتقال لپاره چمتووالی لري.

د روغتیا نړیوال سازمان دا مهال په ټوله نړۍ کې د کرونا وایرس په تړاو بیړنی حالت اعلان کړی او له دې سره سم د نړۍ هیوادونو هم د احتیاطی تدابیرو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

د افغانستان د صحت وزیر فیروز الدین فیروز وايي بیړنی حالت اعلان شوی او هیڅوک نشي کولای چې له ووهان ښاره ووځي.

فیروز وايي که مونږ ۴۱ افغان وګړي په اوس حالت کې چې بیړنی حالت اعلان شوی، انتقال کړو دا به په دې معنی وايي چې مونږ ۳۰ میلیونه وګړي له دې ناروغۍ سره مخامخ کوو. نو په همدې خاطر باید د دې کسانو په انتقالولو کې له عجلې کار وانه خلو."

د افغانستان د صحت وزیر زیاته کړه، کوم وخت چې په ووهان ښار کې بیړنی حالت پای ته ورسیږي، نو افغانستان د محصلانو د انتقال دپاره سر د اوسه آمادگي نیولې او جهاز یې ورته چارټر کړی. د هغه په وینا، کله چې افغان وګړي هیواد ته راستانه شي، د لنډې مودې لپاره به قرنطین وي.

د روغتیا وزارت وايي د کابل په هوايي دګر کې د کرونا وایرس د معلومولو دپاره روغتیا پاله ډله ګمارل شوې ده او په افغانستان کې د احتیاط لپاره یو۳۰۰ بستریز روغتون هم ځانګړی شوی دی.

د افغانستان د صحت وزارت وايي له تیرې یوې اونۍ راهیسې له چین هیواد څخه ۲۶۲ تنه چې ۲۳۳ تنه یې افغان وګړي دي، هیواد ته راستانه شوي دي.

دې وزارت ویلي راستانه شوي کسان په کورونو او د اوسېدو په ځایونو کې د روغتیا له پلوه ترڅارنې لاندې دي.

د روغتیا وزیر ویلي تراوسه په افغانستان کې د کرونا وایرس کومه مثبته پیښه نه ده رامنځته شوې خو په وینا یې دا نه شي ویلی چې دا ناروغۍ به افغانستان ته نه انتقالیږي، خو تحفظي تدابیریې نیولي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG