لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د کرونا وبا له امله خلکو انشورنس يا بیمه اخیستل زیات کړي


 د بیمې یا انشورنس کمپنۍ وايی د کرونا وبا په لومړیو شپږو میاشتو کې د مارکیټونو د تړل کېدو له امله د هغوی کارونه اغیزمن شوی وو خو اوس بېرته بحال شوي او پوهان وايې د کرونا له وجی غیر یقینی صورت حال پیدا شو نو ډیره خلقو د دی کمپنو سره ځانونه رجسټر کړل یا نوم لیکنه یې وکړه
 د بیمې یا انشورنس کمپنۍ وايی د کرونا وبا په لومړیو شپږو میاشتو کې د مارکیټونو د تړل کېدو له امله د هغوی کارونه اغیزمن شوی وو خو اوس بېرته بحال شوي او پوهان وايې د کرونا له وجی غیر یقینی صورت حال پیدا شو نو ډیره خلقو د دی کمپنو سره ځانونه رجسټر کړل یا نوم لیکنه یې وکړه

د پاکستان سیکیورټي او ایکسجینج کمیشن وايي د کرونا وبا له امله د انشورنس کمپنو زیات نقصان نه دی شوی، دغه کمپنۍ په کال کې دننه د تاوانونو نه راوتلي دي او د ویا دلاسه خلکو انشورنس یا د بېمې اخیستل زیات کړي دي.

پوهان وايي په عامه توګه ډیر خلک د ژوند بیمه اخیستل ښه کار نه ګڼي خو د کرونا په سبب په مرګونو کې د زیاتوالي وروسته خلک د بچو او کورنۍ د مالي مرستې دپاره بېمې اخلي. پوهان وايي په دې رجحان کې نوره اضافه هم کېدونکي ده.

د بیمې یا انشورنس کمپنۍ وايی د کرونا وبا په لومړیو شپږو میاشتو کې د مارکیټونو د تړل کېدو له امله د هغوی کارونه اغیزمن شوی وو خو اوس بېرته بحال شوي او پوهان وايې د کرونا له وجی غیر یقینی صورت حال پیدا شو نو ډیره خلقو د دی کمپنو سره ځانونه رجسټر کړل یا نوم لیکنه یې وکړه.

د يوې ځايي انشورنس کمپنۍ مېنیجر ضیاالله وي او ای ډیوه ته وویل کله چې د کرونا وایرس وبا خوره شوه، مارکیټونه وتړل شوو او د کاروبارونو د بندیدو له وجی د هغوی په کمپنۍ هم منفی اثرات پرېوتل خو اوس یې کاروبار بیا بحال کیږي.

ضیاالله وویل د وبا له وجی د هغه مړو کلیمز یا دعوې هم ورتللې چې انشورنس یې اخیستلی یا د ژوند بیمه یې کړې وه. هغه زیاته کړه انشورنس کمپنو به د کرونا د لاسه د مړو کسانو ته د انشورنس کلیمز یا د بېمې د پېسو نه علاوه یو لک روپۍ ورکولېږ هغه زیاته کړهد پریمیم تعداد هم زیاتیږي ځکه چې پوهان او تعلیم یافته خلق فکر کوی چې دخپلو بچو دپاره ځانونه رجسټرډ کړي یا بېمې واخلي.

سیکیورټی او ایکسجینج کمیشن وايي د کمپنو اقتصاد د کرونا وبا په وړومبۍ شپږو میاشتو کی ۴.۶ فیصده په قلاره شوی وو دا ۲۳۳.۶ اربه روپؤ ته راکوز شوی وو خو په یو کال کی دا واپس بحال شو.

انشورنس کمپنی وايي د وبا له وجی د مرګونو شرح زیاته شوي وه او په پاکستان کی انشورنس کمپنو مړه شویو خلقو کورنیو ته ۱۲.۶ اربه زیات رقم ورکړي دي.

د ادارې په رپوړټ کی وېل شوي کرونا وبا په وجه خلقو د ددې کمپنو سره زان رجسټرډ کړی چې په راتلونکی کی یا د مړینی په صورت کی د بچو تحفظ وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهه لحاظ علی وايي کرونا وبا خلق د غیر یقینی صورت حال سره مخ کړل د خلقو خپل خپلوان، ملګري او افسران وليدل چې په کرونا مړه شوي نو ځکه ددی باوجود په عامو حالاتو کی دا کار حرام ګنل کېږي خو ځانونه رجسټرډ کوی او دا به زیاتیږي. لحاظ علي وايي په یو کال په دې کې ۲۰ فیصده اضافه شوي او ۲۹۰ ارب روپۍ اضافه هم شوې ده.

سیکیورټی او ایکسجینج آف پاکستان وايي د کال ۲۰۲۰ د مارچ راهسی روان کال مارچ پورې د انشورنس کمپنو پریمیمز ۳۳.۵ فیصده زیات شوی او کمپنو ته د کرونا د مړینی ۳۷.۶ فیصده زیات کلیمز یا غوښتی شوی او کمپنو په یو کال ۱۶.۵ فیصده ګټه کړې.



Recommended

XS
SM
MD
LG