لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا وایرس: امریکايي مشران خپل اولس ته د 900 بیلینو ډالرو په امداد ورکولو سلا شوي دي


$900 Billion Coronavirus Aid
$900 Billion Coronavirus Aid

امریکایانو ته د 900 بیلینو ډالرو په ځانګړو مرستو ورکولو نن دسمبر په 21مه د امریکا کانګرس او سینیټ ووټونه ورکوي، دا امداد به د کورونا وایرس نه اغیزمن شوو امریکایانو او کاروباریانو ته ورکړی کېږي.

د امریکایانو د مالي ستونزو نه وښکلو د پاره ددې پیکيج منظوري تیره ورځ د امریکا د ډیموکریټک او ري پبلیکن ګوند مشرانو په شریکه ورکړې وه.

دا امداد په داسې وخت کې منظورشو چې په امریکا کې د کورونا نه اغیزمن شوو کسانو شمیر 18 میلینو ته رسیدلی، د جان هاپکینز د ادارې د شمیرو تر مخه د ورځې په سر 200,000 نوي کیسونه درج کېږي. تر اوسه پورې د مړو شمر 317,000 ته رسیدلی دی.

ددې امداد نه به هر بې روزګاره امریکايي ته د یوې اونۍ درې سوه او هغو کورنیو ته چې د کال ګټه یې 75 زرو ډالرو نه ډېره وه ورته 600 امریکايي ډالرې ورکړی کېږي. تېر ځل دا امداد دوه چنده یعني 1200 ډالرې ؤ.

په تیرو څو ورځو کې ددې پیکج د منظورۍ لپاره امریکايي مشرانو ډېره بیړه کوله او هڅه یې وه چې دا امداد د کرسمس نه وړاندې منظور کړي.

ددې امداد د منظورۍ لپاره د امریکه په کانګرس کې د دواړو ګوندونو تر منځ د ډېرو میاشتو راهسې بحثونه کیدل.

دې امداد کې د کاروباریانو د تاوان لپاره هم پېسې ورکول کېږي.

د ډیموکریټک ګوند دریځ ؤ چې نزدې د 2000 بیلینو ډالرو امدادي پیکيج ورکول پکار دي. تیره ورځ د ري پبلکن ګوند په سینیټ کې مشر مچ مکونل وویل دا د امربکایانو لپاره لوی امداد دی.

د 900 بیلینو ډالرو د کورونا ددې امداد نه علاوه حکومت د 1400 اربو ډالرو یو بل پیکج هم منظور کړی دی چې په ټیکسونو کې د نرمۍ، تعلیم، صحت او حکومتي ادارو د مرستو لپاره کارول کېږي.

د راتلونکي کال دستمبر د میاشتې پورې به دا ځانګړی امداد حکومتي ادارو ته روان وي.

په دې امداد کې 25 اربه ډالره د هغه چا د پاره دي چې په وخت یې د خپلو کورونو او کاروبارونو کرایه نه شوه ورکولې.

82 اربه ډالره د سکولونو، کالجونو، یونیورسټیانو، او 10 اربه د ماشومانو د خصمانې د مرکزونو د پاره ځانګړې کړی شوي دي.

په سینیټ کې اکثریتي مشر مچ مکونل دا هم ویلي دي په راتلونکو ورځو کې د امریکایانو امداد به بیا هم کېږي.

په ایوان کې سپیکرې نینسي پلوسي او اقلیتي مشر چک شومر هم داسې ویلي دي چې دا امداد وړومبی ګام دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG