لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ایس ایل لوبې به د زیارت د ورځې نه په دوبۍ کې پېل کيږي


د پاکستان سپرليګ د کرکټ سيالۍ به د زیارت د ورځې نه په دوبۍ کې د پېښور زلمي او د ملتان سلطانز لوبې نه پېل کيږي.

په دې سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ مقابلې به پکې کېږي چې درې لوبې به پکې د پاکستان په لاهور او کراچۍ ښارونو کې هم کيږي.

د پي ایس ایل چارواکو هیله څرګنده کړې، چې په راتلونکو لوبو کې به د قبايلي سیمو يا فاټا لوبډله هم شامله کړي.

په پاکستان کې د ناامنۍ له کبله اکثر نړيوال ټيمونه په دغه هېواد کې لوبو ته غاړه نه ږدي، خو ددغو مقابلو لپاره د امنيت د څار نړيوالې ادارې ختیځ نړیوال ستوري (اي ایس ای) د کرکټ نړيوالې شورا ته د پاکستان د امنيت په اړه مثبتې اشارې ورکړي دي.

وروستي رپوټونه وايي په پي ایس ایل کې شاملو نړيوالو لوبغاړو په پاکستان کې کېدونکو لوبو کې د ګډون ژمنې کړي دي.

سږ کال د پېښور زلمي لوبډلې کپتاني شاهد اپريدي مشهور لوبغاړي ډارین سېمي ته پرېیښې ده او پخپله به په کراچي کینګز کې لوبېږي .

د کراچي کنګز کپتان به سنګا کارا وي، د دې تر څنګ سرفراز احمد به د کوټې ګلېډيېټرز کپتاني کوي او د لاهور قلندر د ټيم کپتان به مېک کلم وي، همدغه شان د اسلام آباد يونایټیډ کپتاني به مصباح الحق کوي. د دې ترڅنګ د ملتان سلطانز کپتان به شعېب ملک وي.

په دغو لوبو کې شاملو بهرنيو لوبغاړو ته د يوې لوبې پر سر یو میلین روپۍ ورکول کيږي، خو په دې کې به شرط دا هم وي چې دغه لوبغاړي به په پاکستان کې کېدونکو لوبو کې هم ارو مرو ګډون کوي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG