لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: سري لنکا د ورلډ کپ غوره لوبډلې او کوربه انګلینډ ته ماتې ورکړه


په لندن او وېلز کې د کرکټ نړیوال کپ په سیالیو کې نن سري لنکا لوبډلې د روان ورلډ کپ یو تر ټولو غوره لوبډلې او کوربه انګلینډ ته په ۲۰ رنزونو ماتې ورکړه. د سري لنکا لخوا ننۍګټې ته د روان کپ تر ټولو لوې اپ سېټ یا د نه منلو کار وېل کیږي.

سري لنکا د نن لوبې ټاس ګټلو وروسته لومړی د بېټنګ فیصله وکړه او په مقرره ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۲ رنز جوړ کړل. د سري لنکا د سر لومړي لوبغاړي یا اوپنران يې ډیر زر وسوځیدل خو د هغې وروسته لوبغاړو بیا لوبه ژوندۍ وساتله.

د سري لنکا اینجلیو میتهیوز ۸۵ منډې جوړې کړې او ناټ اوټ پاتې شو. په نورو لوبغاړو کې فرننډو ۴۹، مېنډس ۴۶ او ډي سلوا ۲۹ منډې جوړې کړې او انګلېنډ ته يې د ګټې لپاره د ۲۳۳ منډو حدف ورکړو.

د انګلېنډ لخوا جوفرا ارچر او مارک ووډ ۳،۳ او عادل رشید ۲ لوبغاړي وسوځول.

د۲۳۳ په ځواب کې د انګلینډ اوپنران هم په کریز ټینګ نه شول او جاني برسټو بې د څه رنز جوړولو او وېنس په ۱۴ رنزونو جوړولو اوټ شو. د انګلینډ وروستو بېټسمینانو کې جی روټ په ۵۷ اوکېپتان مورګن په۲۱ منډو جوړولو وسوځیدل. بېن سټوک په دغه لوبه کې په ۸۲ منډو جوړولو ناټ اوټ پاتې شو خو د هغه سره په پاتې لوبغاړو کې څوک هم په میدان ټینګ نه شول.

د ۲۳۳ اسان حدف د لوبې په اخیره کې انګلینډ ته یو لوې غر ثابت شو او د انګلین ټوله لوبډله په ۴۷ اورنو کې په ۲۱۲ رنزونو جوړولو وسوځیدله. د سري لنکا لخوا لاست ملینګا ۴، ډي سلوا ۳ او اوډانا ۲ لوبغاړي اوټ کړل. د لوبې په اخیره کې انګلینډ ته په ۱۸ بالونو ۲۰ منډې پاتې وې خو په میدان لوبې کولو له نور بېټسمینان پاتې نه وو.

په روان نړیوال جام کې تر دې دمه شوو ۲۶ لوبو کې ننۍ لوبه تر ټولو لوې اپ سېټ یا د نه منلو لوبه بلل کیږي. د انګلینډ لوبډله چې د لوې حدف ټاکلو او پوره کولو لپاره په روان ورلډ کپ کې تر ټولو غوره (فیورټ) بلل کیږی د سري لنکا دغه اسان حدف سر ته رسولو کې ناکامه شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG