لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اوکراین کې د روسي بمبارۍ دلاسه د وژل شویو کسانو شمېره 21 ته رسېدلې 


د اوکرایني چارواکو په قول د مزایلو په حمله کې د استوګنې د دوانۍ تر څنګ یو تفریحي مرکز هم لګېدلی و
د اوکرایني چارواکو په قول د مزایلو په حمله کې د استوګنې د دوانۍ تر څنګ یو تفریحي مرکز هم لګېدلی و

د اوکراین په اوډیسه سیمه کې د جمعې په ورځ سحر وختي د روس د مزایلو په حمله کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي او په شلګونو نور کسان زخمیان شوي دي، د اوکرایني چارواکو په وېنا په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي او په حمله کې یوه رهایشي وداني هم لګیدلې ده.

د اوکراین دفاع وزارت په یو بیان کې وویل په حمله کې لګېدلي نهه منزله وداني د بلهورود دنستروېسکي ښار کې وه.
د اوډیسه سیمې د انتظاميي ترجمان سېری برېټچک د اوکراین په قامي ټېلې وژن وویل د مزایل لګېدو وروسته د ودانۍ یوه برخه نړېدلې ده او امدادي کارکوونکو د هغو کسانو راوېستلو کوښښونه کوي چې د ملبې دلاندې ګېر شوي دي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، روس په حمله کې د ملکي کسانو په هدف کولو خبره ردوي خو د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي یو مرستیال ویلي روس د سوېلیینز یا د ملکي کسانو خلاف په جنګ کې ککړ دی.

د اوکراین په اوډیسه سیمه کې د روس د مزایلو حملې په اړه په ابتدايي رپورټونو کې د 17 کسانو د وژل کېدو وېل شوي وو.
ورستي رپورټونه وايي په دغه پېښه کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په قول د مزایلو په حمله کې د استوګنې د دوانۍ تر څنګ یو تفریحي مرکز هم لګېدلی و.

امریکې او اتحادیانو یې دا یرغل غندلی او په غبرګون کې یې په روس باندې کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او غیر پوځي مرستې پیل کړې دي.

په مېډریډ کې د نېټو په غونډه کې د امریکې د ولسمشر جوبایډن په ګډون غربي مشرانو یو ځل بیا هوډ وکړ، چې له اوکراین سره به بشري او پوځي مرستې روانې ساتي.

په اوکراین د روس د یرغل وروسته فېنلېڼد او سویډن د مغربي ملکونو پوځي اتحاد نېټو کې د شاملېدو خواست او نېټو ورته د غړېټوب ورکولو اراده څرګنده کړې ده.

ترکي چې تر اوسه یې په نېټو کې د فېنلېنډ او سوېډن د شمولیت مخالفت کولو، د خپل دریځ نه په شا شوی دی.
د ترکي صدر رجب طیب اردوان خبرداری کړی چې که سویډن او فینلېنډ له ترکیې سره پر نوي تړون عمل ونه کړي، نو په نېټو کې به یې د غړیتوب مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې تر شاوخوا څلورنیمې میاشتو وروسته هم لا پر اوکراین د روس بریدونه روان دي، په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب موضوع توده شوې ده.

ترکیې په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب غوښتنې د ملاتړ په بدل کې له دغو هیوادونو غوښتي چې 33 کورد وسلوال او د 2016م په «کودتا» کې په لاس لرلو تورن کسان ور وسپاري.

ترکي صدر رجب طیب اردوان نن په مېډریډ کې د نېټو د غونډې په پای کې په داسې حال کې دغو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د امریکې په مشرۍ اتحاد له سویډن او فینلېنډه په رسمي توګه وغوښتل چې په نېټو کې ګډ شي.

ترکي تر دې مخکې په نېټو کې د سویډن او فینلېنډ د غړیتوب مخالفت کاوه او پر دغو هېوادونه یې تور لګاوه چې د کردستان د کارګر ګوند غړو ته یې پناه ورکړې ده. ترکي، یورپي ټولنه او امریکا دغه ګوند په ترهګر تنظیم یادوي.

له دې سره سره ترکي د وسلو اخیستلو د هغه محدودیت لرې کېدل هم غواړي چې په 2019 کال کې په شام کې د ترکي له پوځي مداخلې وروسته پرې ولګول شو. خو ولسمشر اردوان د امریکې له صدر جوبایډن سره تر ملاقات وروسته په نېټو کې د دغو هېوادونو د غړیتوب اخیستلو مخالفت پرېښوو.

ترکیې دوې ورځې مخکې له فینلېنډ او سویډن سره د لسو مادو پر یو تړون اتفاق وکړ چې په بنیاد یې دغه هیوادونه له کورد وسلوالو سره د انقرې مبارزه چېلنج کوي ‌او غوښتنه کوي چې د ترکي د 2016 کال په کودتا کې په لاس لرلو تورن کسان به انقرې ته سپاري.

ترکي له سویډنه غواړي چې 21 او له فینلېنډه غواړي چې 12 مشکوک کسان ور وسپاري. انقرې ددغو کسانو نومونه نه دي‌ اخیستي، خو د کارګر ګوند مشر فتح الله ګولن او غړي یې تورن کړي چې د 2016م کال د کودتا پلان یې جوړ کړی وو.

سویډن او فینلېنډ له هغه وروسته د نېټو د غړیتوب لپاره هلې ځلې پیل کړې چې روس د تېرې فرورۍ میاشتې په پای کې پر اوکراین یرغل وکړ.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG