لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د یهودانو د عباتځاې یوه مشره وژل شوې


د اكتوبر په ۱۳مه د سمانتا وول اخستل شوی یو عکس.
د اكتوبر په ۱۳مه د سمانتا وول اخستل شوی یو عکس.

راېټرز خبري اداره وايي د امریکا په مېشیګن ایالت کې د یهودانو د عبادتخانې یوه مشره په چړو وهل شوې او وژل شوې.

پولیس وايي د مېشیګن ایالت په ډېټراېټ ښار کې د خالي/ شنبې په ورځ د دغه یهودي مېرمن مړی د کور بهر موندل شوی.

۴۰ کلنه سمانتا وول چې د ډېموکرېټ ګوند د یو سیاست مدار صلاحکاره او د اېزک اګري سیناګاګ مشره وه، د هغې د وژنې پخلی د سیناګاګ په فیس بک پاڼه هم شوی.

په فیس بک ورکړل شوي بیان کې ویل شوی ٫٫ مونږ د خپل بورډ د مشرې سمانتا وول په ناڅافي مرګ غمجن او حیران یو، دا وخت مونږ نور کوم معلومات نه لرو خو کله هم چې نور معلومات راشي نو مونږ به یې شریکوو. ٬٬

د ډیټراېټ پولیسو ویلي چې د سمانتا مړی د هغې د کوره بهر موندل شوی خو پولیسو لا هم د دغه مېرمن د مرګ تر شاه عوامل نه دي معلوم کړي. د پولیسو مشر جېمز واېټ ویلي، محکمه یې د پلټنو لپاره ګڼ وساېل کاروي.

جېمز واېټ راېټرز خبري ادارې ته په لیږلي یو بیان کې ویلي ٫٫‌٫ دې پېښې ګڼې پوښتنې پرېښودي٬٬ نوموړي په خلکو غږ کړی چې د صبر نه دې کار واخلي او تر څو چې چارواکو حقاېق نه وي په ډاګه کړي تر هغې دې کومو نتیجو ته نه رسیږي.

د مېرمن سمانتا مرګ ځايي یهودیان او ډېموکرېټان غمجن کړي. د مېشیګن سرکاری وکیل ډانا نیسل په اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي ٫٫ د سام په شان مهربانه انسان ما تر اوسه نه وه لیدلې. هغه د خپلې ټولنې، ایالت او هیواد سره بې سارې مینه لرله.٬٬

د امریکا د ایوان نماېندګان یو غړي اېلیسا سلوټکن د چا لپاره چې مېرمن سمانتا کار کړی وو بیا ویلي دغې خبر مې زړه مات کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG