واشنګټن (ای پي) —
د افغانستان سر ښار کابل کې د نهې، سه شنبې، په ورځ یو مني بس پورې لګول شوی بم د چاودېدو له امله لږ تر لږه درې ملکي کسان ووژل شوو.
د کابل پولیس تجرمان خالد ځدران چاودنه د کابل په مشرقي سیمه الوخېل کې وشوه، تحقیقات شروع شوي دي او یو مشکوک تن نیول شوی دی.
په چاودنه کې څلور کسان زخمیان شوي هم دي.
په سمدستي ډول چا د چاودنې ذمه واري نه ده منلې خو په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش وسله والې ډلې په افغانستان کې د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی دی.
د تېرې هفتې په اخېره کې داعش د کابل په مغربي برخه کې د هغه چاودنې ذمه واري منلې چې په یو مني بس کې شوې او پینځه کسان په کې وژل شوي دي.
Forum