په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په مهال یرغمال شویو د ځینو کسانو کورنیو غوښتنه کړې چې د انټرنېشنل کرېمېنل کورټ وکیلان دې د حماس په مشرانو مجرمانه الزامات ولګوي.
د هاسټېجېز اېنډ مېسېنګ فېمېلیز فورم یا د یرغمالانو او د بې درکه کورنیو فورم نومې تنظیم وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په هېګ، نېدرلېنډ، کې د ملګرو ملتونو عدالت ته د تګ په مهال به غوښتنه کوي چې د حماس په مشرانو دې د نورو الزاماتو په شمول دې خلک د یرغمال نیولو، خلک په جبري توګه د بې درکه کولو، د جنسي تشدد، تشدد، او نور سنګین الزامات ولګول شي.
په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي د ډلې وسله والو تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال ونیول.
د نومبر په میاشت کې د اسرایل او حماس په جنګ کې د عارضي اوربند په مهال حماس د ۱۰۰ نه زیات یرغمالان ازاد کړل او په بدل کې اسرایل په سلګونو فلسطيني قېدیان ازاد کړل. اسرایل وايي قریباً ۳۰ یرغمالان په غزه کې د جنګ په مهال وژل شوي دي.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د ډلې خلاف عملیات شروع کړي دي او د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل تېره ورځ په غزه کې ۱۰۳ فلسینیان او په مجموعي توګه تراوسه ۲۸۵۷۶ کسان وژل شوي دي.
د اسرایل او حماس په جنګ کې د بل اوربند دپاره کوښښونه دوام لري او د نهې، سه شنبې، په ورځ امریکايي، اسرایلي، قطري او مصري چارواکو په قاهره کې د سولې په اړه خبرې وکړې.
د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ډز بندۍ په اړه مذاکرات په سم اړخ روان دي.
د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غزه په مرکزي او د خان یونس ښار په شمول د سيمې په جنوبي برخو کې د تازه هوايي حملو او د ځمکنيو عملیاتو خبره وکړه.
نړیوالو مشرانو د اسرایل نه غوښتنه کړې چې د غزه په رفح ښار کې عملیات دې وځنډوي. د غزه ډیرو اوسېدونکو په رفح کې پناه اخېستې ده. رفح د خان یونس نه په نهه کېلومېټره فاصله پروت ښار دی چې مصر سره سرحد لري.
د ملګرو ملتونو د انساني امداد څانګې مشر ولکرټرک خبرداری کړی چې یو اشاریه پینځه مېلین فلسطینیانو د مصر د پولې سره په رفح کې پناه اخیستې ده او بل ځای نه لري چې ورشي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل امید کوي چې د یرغمالانو د ازادولو او د څه قسمه ډز بندۍ دپاره مذاکرات به کامیاب شي او په رفح کې به د عملیاتو ضرورت پېښ نه شي.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي په رفح کې پناه اخیستونکو فلسطینیان ته به ښار نه د وتلو دپاره محفوظه لاره ورکول کېږي خو دا تفصیل يې نه دی وړاندې کړی ښار نه تلونکي خلک به چېرته درومي. ملګرو ملتونو ویلي بل ځای ته د فلسطینیانو په منتقلولو کې به مرسته نه کوي او مصر ویلي خپل سرحد به نه خلاصوي.
وېل کېږي چې د بحیره روم په ساحل پرته سیمه غزه کې د ګڼ شمېر خلکو مړي د تباه شویو ودانیو دلاندې پراته دي او د ګڼې ابادۍ د دې علاقې پراخه کچه برخې په کنډرونو کې بدلې شوي دي. په سیمه کې د خوراک، اوبو او د نورو ضروري شیانو کمی دی او ناروغۍ په خورېدو دي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ جنوبي افریقي انټرنېشنل کورټ اف جسټس یا د انصاف نړیوال عدالت ته دا تشویش وړاندې کړو چې که چېرې اسرایل رفح ته عملیات غځوي نو په نتیجه کې به یې نوره په پراخه کچه خونرېزي او تباهي وشي.
جنوبي افریقي د انصاف عدالت ته د اسرایل خلاف مقدمه وړلې چې په کې په اسرایل د نسل وژني یا جېنوسایډن الزام لګول شوی دی.
اسرایل دغه الزام ردوي. جنوبي افریقا د ډیر وخت راهسې د فلسطینیانو ملاتړ کوي.
Forum