لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو پرامنه افغانستان کې د طالبانو رول وینم: حامد کرزۍ


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي په افغانستان کې د جگړې ختمېدو او په یو پرامنه افغانستان کې د طالبانو رول ویني.

نوموړي دغه خبرې د زیارت په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړي.

په خپله مرکه کې ښاغلي کرزي ویلي په کال ٢٠١۴ کې د امریکايي پوځي بوي برګډال په بدل کې د گوانتا نامو بې بندي خانې نه خوشې شوې پېنځه طالب مشران ښه خلک دی او باېد د افغانستان ١٧ کلنې جگړه ختمولو او د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو کې باېد برخه واخلي.

نوموړي ویلي: ٫٫ خوشې شوې پېنځه طالب مشرانو کې ځیني په شخصي توگه پیژنم، دوي ښه خلک دي او زه هیله لرم د دوي ټاکنه به د افغانستان لپاره ښه خبر وي او مونږ به د خپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره دوي سره په گډه کار کوو.٬٬

په کال ۲۰۱۴م کې خوشي کړی شوي دغه طالب مشران دا مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر برخه دي.

حامد کرزی چې وس هم په افغانستان کې ډېر اثر لري، د امریکا او طالبانو ترمینځه مزاکراتو ملاتړ هم وکړو خو د وسله والو طالبانو او افغانانو ترمینځه نېغ په نېغه خبرو اترو ته لومړي گام په توگه گوري.

نوموړي ویلي: ٫٫ وس چې امریکایانو د امن لپاره نوي هڅې اعلان کړي، مونږ ېې ملاتړ کوو او ورسره به مرستی کوو. او هیله لرو چې دا به کامیابه شي. مونږ امن او یو خود مختاره افغانستان غواړو. مونږ د افغانستان په اړه بهرني حکومتونو ترمینځه هېڅ قسمه لوظنامې نه غواړو.٬٬

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان طالبانو په اړه دا تازه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په نژدیو کې د دغه هیواد ګاونډي پاکستان د افغان طالبانو یو مشر ملا عبدالغني برادر خوشی کړی څوک چې د کال ۲۰۱۰ راهسې د پاکستان په بند کې وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG