په اسرایل د فلسطيني مسلح ډلې حماس د ترهګرۍ حملې وروسته داسې ښکاري چې د اسرایل او سعودي عرب تعلقات د جوړولو دپاره د امریکې هغه کوښښونه چې د تېرو څو میاشتو راهسې يې روان وو په عارضي ډول د ځنډ سره مخامخ شوي دي.
د حماس وسله والو د خالي، شنبې، په ورځ په اسرایل حملې شروع کړې. د دې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی او په غزه یې بمباري شروع کړې ده.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ مختلفو مطبوعاتو سره مرکو کې وویل چې دا وخت د صدر جوبایډن د حکومت توجه د اسرایل او سعودي عرب د تعلقاتو په جوړولو نه ده.
بلېنکن د اېن بي سي ټېلې وژن ميټ دې پرېس پروګرام کې وویل په سمدستي توګه د حماس د حملې په ترڅ کې د اسرایل مرسته کول دي او پاملرنه هم دي ته کولی شي.
د حماس د حملې په جواب کې د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو حماس ته د سختو نتیجو خبرداری ورکړی او ويلي يې دي دا يې لا د جنګ شروعات دي.
د اسرایلي پوځ ویاند رچرډ هیچټ ویلي د حماس د 1500 وسله والو مړي د خالي، شنبې په ورځ په اسرایلي سیمه کې دهغوي له مداخلې وروسته موندل شوي دي اؤ دا چې د ګل یا دوشنبې د ورځې نه راپدیخوا هیڅ یو وسله وال د اسرایل خاورې ته نه دی ننوتلی.
په غزه کې اسرایل په هوایي حملو کې رمال سیمه هم په نخښه کړې ده چې دحماس مهمې ودانۍ او سرکاري دفترونه پکې دي
د دوشنبې په شپه ناوخته د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو په خپله یوه وینا کې ویلي" راتلونکو ورځو کې چې به د خپلو دښمنانو سره څه کوؤ نو د هغوي راتلونکي نسلونه به یې هم په یاد ساتي"
د حماس یو پوځي ویاند هم ګواښ کړی دی چې تر 150 پورې اسرایلیان يې یرغمال کړي اؤ اسرایل چې کله هم په غزه کې په عامو وګړو ګولۍ وروي نو د هرې بمبارۍ په بدل کې به یې یویو اسرایلي یرغمالي وژني اؤ ویډيوګانې به یې خوروي.
د وایټ هاوس د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل دا د وخت نه مخکې خبره ده چې ووېل شي چې د سعودي عرب او اسرایل د تعلقاتو جوړولو دپاره کوښښونه ودرېدلي دي.
کربي د سېپټمبر په ۲۹ نېټه خبریالانو ته ویلي وو چې د سعودي عرب او اسرایل تعلقات سمولو کې پرمختګ شوی دی.
کربي په دغه موقعه زیاته کړه چې ټولو فریقېنو یو بنیادي چوکاټ تیار کړی دی خو د هرې پېچيده مسلې په شان به په دې مسله کې هم هرڅوک په ځینو شیانو مفاهمت کوي.
د اکتوبر په څلورمه نېټه د سټېټ ډپارټمنټ نایب ترجمان وېدانت پټېل یوې خبري غونډې ته وویل چې د اسرایل او سعودي عرب د تعلقاتو سمېدو ډیر بنیادي عناصر ترلاسه شوي دي، په دغو عناصرو په پراخه کچه اتفاق ترلاسه شوی دی او د دغو سفارتي رابطو خصوصي جزویات نه شي ښکاره کېدلی.
د امریکايي چارواکو د دې بیانونو چې د اسرایل او سعودي عرب د تعلقاتو په لړ کې پرمختګ شوی یو مثال دا ليدل کېدو چې د سېپټمبر او د اکتوبر په میاشتو کې د اسرایلي حکومت دوو وزیرانو په ریاض کې په نړیوالو کانفرنسونو کې شرکت وکړو. سعودي عرب ته دا د اسرایل د کابېنې د غړو وړمبی سفر و چې په عامه کچه ولیدل شو.
ایران چې د ډیر وخت راهسې د اسرایل د تباهۍ غوښتنه کوي، اسرایل سره د عرب او نورو مسلمان ملکونو د تعلقاتو مخالفت کوي.
د اکتوبر په دریمه نېټه شایع شوي د ایران سرکاري پرېس ټي وي د رپورټ ترمخه، د هېواد روحاني مشر ایت الله علي خامنايي په تهران کې یوې مذهبي غونډې ته وویل چې هغه حکومتونه چې اسرایل سره تعلقات غواړي غلطي کوي او په داسې اس داو لګوي چې زغل بېلي.
د خامنايي مشر مشیر علي اکبر ولایتي په دې اړه زیاته واضحه خبره وکړه. د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شوي یو بیان کې ولایتي په اسرایل د حماس د حملې ساینه وکړه، کامیابه يې وبلله او ويې وېل دا په سیمه کې د ځینو حکومتونو دپاره سبق دی څوک چې د اسرایل په لاره ځي هغوی سره څه کېږي.
بلېنکن وویل د اسرایل او سعودي عرب تعلقات به په سیمه کې ثبات راولي، د خلکو ترمنځ به هم اهنګي زیاته کړي او د اسرایل او د فلسطینیانو ترمنځ اختلافاتو د ختمېدو امکان به هم پېدا کړي.
سعودي عرب ویلي اسرایل سره تعلقات په سمېدو کې به دا خبره هم شامله وي چې په غزه او وېسټ بېنک به د فلسطینیانو ژوندونونه بهتر کولی شي.
د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د امريکې فاکس ټېلې وژن سره د سېپټمبر په ۲۰ نېټه یوه مرکه کې وویل د فلسطین مسله د سعودي عرب دپاره ډیر اهمیت لري.
اسرایل سره د تعلقاتو د معاهدې په لړ کې د مذاکراتو په اړه محمد بن سلمان وویل په دې کې هره ورځ پرمختګ کېږي او یو داسې ځای ته به ورسېږي چې د فلسطینیانو ژوند په اسان کړي او اسرایل ته به په منځني ختیځ کې د یو لوبغاړي ځای ورکړي.
هغه وویل که ایران اېټم بم ترلاسه کړو او سعودي عرب به يې هم ترلاسه کوي.
ریاض لا څه نه دي ویلي چې ایا د حماس او اسرایل جنګ به يې اسرایل سره د تعلقاتو په اړه مذاکراتو ته دریځ بدل کړي او که نا؟
اسرایل د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل نه غواړي چې سعودي عرب سره د تعلقاتو کوښښونه د تعطل ښکار شي.
ملګرو ملتونو دپاره اسرایلي سفیر ګېلاد اردان خبریالانو ته وویل څه وجه نه ویني چې دغه خبره دې د مېز نه لرې کړی شي.
د سېپټمبر په ۲۲ نېټه د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته تقریر کې اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل سعودي عرب سره د تعلقاتو معاهده به د هغه په قول نوی منځنی ختیځ جوړ کړي.
هغه دا خبرداری هم وکړو چې په ایران کې د هغه په قول انتهاپسند د دې تاریخي امن د ګډوډولو دپاره هر ممکن ګام پورته کوي.
د حماس په شان فلسطیني مسلح ډلو سره د ایران د وسلې مرستو ته په اشاره، نېتن یاهو غوښتنه وکړه چې د ایران د اېټمي پروګرام، ایران د انتهاپسندې او جارحیت مخه دې ونیول شي.
Forum