لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنیف اتمر: پاکستان د داعش خراسان ډلې مرسته کوي


재러드 쿠슈너 백악관 선임보좌관과 메이어 벤-샤밧 이스라엘 국가안보보좌관이 이스라엘에서 직항기를 타고 모로코를 방문했다. 이스라엘과 모로코는 미국의 중재로 관계 정상화에 합의했다.
재러드 쿠슈너 백악관 선임보좌관과 메이어 벤-샤밧 이스라엘 국가안보보좌관이 이스라엘에서 직항기를 타고 모로코를 방문했다. 이스라엘과 모로코는 미국의 중재로 관계 정상화에 합의했다.

د امریکا په سفر د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تور لګولی د داعش جنګیالي د پاکستان په مرسته تربیت ترلاسه کوي او بیا د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جنګیږي.

د وي او ای اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي حنیف اتمر ویلي په افغانستان کې جنګیدونکي زیات تره داعش وسله وال د پاکستان قبایلي سېمې اورکزۍ اېجنسې سره تعلق لري، دوي په پاکستان کې تربېیه کیږي او بیا افغانستان ته جګړې له لیږل کیږي.

ښاغلي اتمر زیاته کړې پاکستان غواړي د طالبانو د ناکامۍ په صورت کې داعش ډله په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په خپلو خبرو کې تور لګولی پاکستان او د سېمې یو شمیر نور هیوادونه په افغانستان کې د خپلو احدافو ترسره کولو لپاره د افغان حکومت مخالفینو مرستې کوي.

د روس په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي اتمر ویلي د دغه هیواد سره د ترهګرۍ پرضد جګړې په سر اختلاف لري ځکه په ترهګرو کې ښه او به نه وي.

واشنګټن ته د رارسیدو وروستو د افغانستان امنیتي سلاکار حنیف اتمر ویلي وو د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې څه مثبت بدلون نه دی راغلی او د افغان حکومت طالبانو سره امن په خبرو کې تر اوسه پورې دغه هیواد د کمک څه امادګي نه ده ښودلې.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي ښار کې د څېړنې یوې ادارې یو اېس ايي پي کې د وینا په وخت ښاغلي حنیف اتمر ویلي طالبانو د صدر غني امن وړاندیزباندې غور پیل کړی دی: ٫٫ دوي (طالبانو) په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي خو د بده مرغه د سولې د وړاندیز وروسته هم په افغانستان کې په تشدد کې اضافه شوې ده.٬٬

حنیف اتمر ویلي وو د امن پروسې د کامیابۍ لپاره ضروري ده چې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې ختمې شي: ٫٫په طالبانو کې به د روغې جوړې مخالفین تر هغې موجود وي تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرو پټې ځالې موجودې وي او د نشي توکو د قاچاق پېسې دوي ته ترلاسه کیږي.٬٬

حنیف اتمر ویلي پاکستان د افغانستان طالبانو ته د امن وړاندیز هرکلی کړی او کابل اوس د اسلام اباد سره په تماس کې دی، چې د سولې پروسې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

حنیف اتمر ویلي په افغانستان کې دا وخت څلور لوې نړیوالې او ځايي ترهګرې ډلې لاس وهي: ٫٫ په پاکستاني ترهګرې ډلو کې لشکر طېبه، تحریک طالبان او جېش محمد، په سیمه ایزه ډلو کې ترکستان اسلامي مومنټ او اسلامک مومنټ اف ازبکستان او په نړیوالو ډلو کې داعش او القاعده په افغان خاوره جنګیږي.٬٬

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي اسیا د تګلارې په اړه حنیف اتمر زیاته کړې: ٫٫ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د سویلي اسیا لپاره سټراټیجي کامیابه ده، د طالبانو تشدد يې تمبولی او د امن خبرو لپاره يې حالات برابر کړي.٬٬

حنیف اتمر په خپلو خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر په رول پوښتنې راپورته کړي او وویل که دغه دفتر په امن کې رول نه شي لوبولی نو د جګړې مشرۍ ته به يې هم نه پریږدو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG