لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هلمند پرلت کونکو ځېنو غړو روغتیايي حالت خراب شوی


t
t

د افغانستان هلمند ولایت په مرکزلښکر ګاه ښار کې د زیارت یا پنجشنبې د ورځې راهسې د لس ګونو کسانو لخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دسولې د نه کولو پرخلاف پرلت دوام لري.

د تیرې ورځې را په دیخوا د دغه پرلت کونکو کسانو ځېنو بیا خپلې خولې ګنډلي او د نه خوړلو اعتصاب وروستو د هغې کړی چې طالبانو او افغان حکومت یې د سولې لپاره وړاندې شوې غوښتنې ونه منلې.

دهلمند ولسي حرکت د پرلت یوتن اقبال خیبر وي او ای ډیوه ته ویلي ترهغې به د نه خوراک (لوږې) اعتصاب روان وي تر څو چې د جګړې ښکیلې خواوې دهلمند په یوې برخه کې د دوو ورځو لپاره د جګړې اوربند اعلان نه کړي.

نوموړي وویل: ٫٫ زمونږ جرګې و غوښتل چې د بیلګې په توګه دې دهلمند په اراضي کې دواړه لوري د دوو ورځو لپاره د جګړې اوربند اعلان کړي ګنې زمونږ اعتصاب به روان وي. حکومت اعلامیه خپره کړې چې حاضر دی چې له طالبانو سره دهلمند په جغرافیه کېدوه ورځنۍ اوربند وکړي خو د طالبانو لخوا کوم ځواب نه دی راغلی او د هغوی مثبت ځواب ویلو ته په تمه یو.٬٬

د هلمند ولایت دعامې روغتیا ريیس ډاکتر امین الله عابد وي او ای ډیوه ته ویلي روغتیا پاله ډله د اعتصاب کوونکو په خدمت کې ده او په وینا یې له تیرې ورځې راهیسې د ۱۲ تنو اعتصاب کوونکو صحي حالت ښه نه دی او ۹ تنه یې د بست روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي دي.

نوموړي ویلي ترهغې چې د یوه اعتصاب کوونکي شعري حالت په بشړډول خراب شوی نه وي ډاکترانو ته د لیږد او یا هم په کیږدۍ کې له درملنې څخه انکار کوي او د کوما حالت ته له رسیدو وروسته یې روغتون ته انتقالوي.

ډاکټر عابد زیاته کړې: ٫٫ تیره شپه ۱۲ بجې د څلور تنو اعتصاب کوونکو صحي وضعیت خراب شو، د بست روغتون کې مو بستر کړل، دوه یې اوس هم تردرملنې لاندې دي او دوه تنه چې کله له کوما حالت څخه ووتل یوڅه ښه شول او وې لیدل چې روغتون کې بستر دي لګول شوي سیرومان یې له لاسونو څخه لرې کړل او بیا يې خیمې ته یې ځانونه ورسول.٬٬

نوموړي زیاته کړه نن ۱۱ بجې درې تنه نور چې د کوما په حال کې وو روغتون ته مو انقتال کړل او درې تنه چې په هیڅ حالت کې له خیمې نه وتل او روغتایي حالت یې هم ډیر خراب وو د بې هوشۍ په حالت کې مو په خیمه کې هغوی ته درملنه روانه کړې ده.

د افغانستان په هلمند ولایت کې دغه پرلت کوونکو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو انساني حقونو د غوښتې لپاره له روانو احتجاجونو څخه ملاتړ ښودلی او ویلي دي چې په هغه هیواد کې ترټول تریخ ترین قانون دوام لري چې له امله یې۱۴ زره پښتانه وژل شوي او یاهم بې درکه شوي دي.

هلمندي پرلت کوونکو ویلي د کرښې هغې غاړېپښتونو سره د روانو ظلمونو پرضد له روانو سوله ییزو حرکتونو څخهله دې امله ملاتړ کوي چې له هغوی سره مذهبي، کلتوري، ژبني او تاریخي مناسبات لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG