لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نړۍ تر ټولو ستر جمهوریت هند کې د انتخاباتو نېټې اعلان شوي


INDIA-ELECTIONS/
INDIA-ELECTIONS/

د نړۍ په تر ټولو ستر جمهوریت هند کې د "لوک سبها" د انتخاباتو لپاره نیټې اعلان کړل شوي چې له مخې به یې دا انتخابات په اوو پړاوونو کې د 19م اپریل نه تر لمړي جون پورې سرته رسیږي اؤ په څلورم جون به یې نتیجې اعلانولی شي.

چیف الیکشن کمشنر راجیو کمار د خالي په ورځ نوي ډیلي کې د مطبوعاتي کانفرنس په مهال ویلي چې د څلور ریاستونو سکم،اړیسه،اروناچل پردېش اؤ اندهرا پردېس د اسمبلیو لپاره به هم ټاکنې د لوک سبها د ټاکنو سره یو ځای کیږي.

همدا شان بیلا بیلو ریاستو کې د اسمبلۍ په 26 څوکیو ضمني ټاکنې به هم په یو ځاي کیږي.

راجیو کمار وویل د هند د انتظام لاندې جمو و کمشیر کې به د اسمبلۍ ټاکنې د لوک سبها له ټاکنو وروسته کولی شي.

د چیف الیکشن کمشنر وینا وه چې وړومبي پړاؤ کې به د ټاکنو لپاره په 19م اپریل، دویم پړاؤ کې په 26م اپریل، دریم کې په 7م مئ ، څلورم کې په13م ، پینځم کې په 20 مئی،شپږم کې په 25م مئی اور اووم کې په لمړي جون رائ ورکول کیږي.

د الیکشن کمیشن د شمېرو له مخې په هند کې د رائ ورکوونکو شمېره 98 کروړه ده چې 47 کروړه پکې ښځې دي اؤ رایو ورکولو لپاره به تر یو میلین زیات پولنګ اسټیشنونه جوړولی شي

د ټاکنو لپاره به تر یو نیم لک زیات مامورین ګمارل ګیږي اؤ 55 لکه برقي‌ مشینونه به هم د رائ ورکولو په عمل کې کارولی شي.

الیکشن کمشنر ویلي چې دا ځل به 82 لکه کسان په وړومبي ځل خپلې رائ ورکړي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG